1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نهنگ نيونې بېړۍ اور اخېستې دی، چاپيريال ته د ککړتيا گواښ

۱۳۸۵ بهمن ۲۶, پنجشنبه

د شمالي قطب په کنگلي سيمه کې د نهنگ نيولو يوې بېړۍ تر اوراخېستنې وروسته چاپيريال ته يو لوی ناورين متوجه دی. دې بېړۍ زر ټنه تېل او کيميايي مواد بار کړي دي. تر اور لگېدو وروسته 160 تنو کارکونکو د وړو بېړيو د لارې ځانونه وژغورل، خو يو تن له هغو څخه ورک او لادرک شوی دی.

https://p.dw.com/p/DKFN
انځور: AP
د اورلگېدنې اصلي علت ناڅرگند دی. د نهنگ نيولو مخالف سازمان »سي شپهېرد« دغه بېړۍ يو څو اونۍ بدرگه کړې وه، ځينې بريدونه يې پرې کړي وو او غوښتل يې د نهنگ د نيولو خنډ وگرځي، خو نوموړي سازمان د مسووليت ټول تورونه رد کړل.