1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نواز شریف کاروان د لاهور پر لور روان دی

۱۳۹۶ مرداد ۲۰, جمعه

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر نواز شریف، چې د سترې محکمې د پریکړې له کبله له واکه ګوښه شوی، له تیرو پنځوسو ساعتونو راهیسې له اسلام څخه لاهور ته پر لاره دی. په عادي ډول دغه واټن په شپږو ساعتونو کې وهل کیدی شي.

https://p.dw.com/p/2i3wj
Pakistan Nawaz Sharifs Kundgebung
انځور: DW/T. Shahzad

د صدراعظمۍ له څوکۍ څخه تر ګوښه کیدو وروسته نواز شریف خپل پلرني ټاټوبي لاهور ته پر لاره دی چې د خپل سیاسي ګوند پاکستان مسلم لیګ (ن) د پلویانو په سلګونو موټرې یې بدرګه کوي. لاهور ته په نزدې کیدو سره په کرار کرار د نواز شریف لهجه هم تندیږي. په دغه سفر کې د مقننه قوې پر ضد د څرګندونو له کبله د نواز شریف پر ضد محکمې ته د سپکاوي په تور یوه عریضه هم وړاندې شوې ده.

داسې بریښي چې د پاکستان په روان سیاسي کړکیچ کې زیاتوالی راشي. سیاسي شنونکي په دې آند دي چې نواز شریف لاهور ته او هیواد کړکیچ ته نزدي کیږي. درې ورځي کیږي چې نواز شریف له اسلام آباده د خپل کور پر لور خوځیدلی دی. کله چې د جمعې په ورځ د نواز شریف د موټرو کاروان له جهلم څخه روان شو نو د پلویانو سلګونه موټرو یې ملتیا کوله. د دغې لارې چې ورته «جي ټي روډ» هم وایي په اوږدو کې هغه انتخاباتي حوزې هم موقعیت لري چې د نواز شریف ګڼ شمیر پلویان پکښې دي.

سخت امنیتي تدابیر په پام کې نیول شوي دي. نواز شریف چې له کومه ځایه تیریږي د جي ټي روډ هغه برخه د عام ترانسپورت پر وړاندې تړل کیږي. د سړک پر داړو غاړو ټول دوکانونه هم تړل شوي دي. په لومړي سر کې ویل کیدل چې هغه به د جمعې په ورځ لاهور ته ورسیږي خو اوس ویل کیږي چې د شنبې په ورځ به هغه لاهور ته ولاړ شي.

Pakistan Nawaz Sharifs Kundgebung
لاهور ته د رسیدو یوه ورځ دمخه هغه لار د ترافیک پر مخ تړل شوې چې کاروان پرې تیریږيانځور: DW/T. Shahzad

په لاهور کې هم د نواز شریف هرکلي ته چمتووالی په وروستي پړاو کې دی. ډیر شمیر پولیس پر دندو ګمارل شوي او ډیر شمیر امنیتي کمرې هم لګول شوي دي. پر دې سربیره د ښار په بیلابیلو برخو کې پلا کارتونه لګول شوي دي.

د لاهور په یوه محکمه کې د نواز شریف د وروستیو څرګندونو پر ضد یوه عریضه هم شوې ده. نوازشریف په جهلم کې د پاکستان پر واکمنه دستګاه او قضا باندې نیوکې کړې وې. هغه ویلي وو چې رای ورکوونکو دی ټاکلی وو، کوم فساد یې نه وو کړی خو پنځو قاضیانو په یوه دقیقه کې له خپلې دندې ګوښه کړ. د نواز شریف په خبره د ده داسې ګوښه کول د میلیونونو رای ورکوونکو سپکاوی دی.

مخالفین تور لګوي چې نواز شریف د دغه سفر په ترڅ له حکومتي وسایلو ګټه پورته کوي. خو د پاکستان مسلم لیګ نون، یوه مشر سید محمد مهدي د دویچه ویله د اردو څانګې له ځایي خبریال سره په خبرو کې ویلي دي چې دغه تورونه سم نه دي. د هغه په خبره د دغه لاریون له پاره غږ شوی وو او خلک په خپله خوښه دغه لاریون کې شریکیږي.

تنویر شهزاد، لاهور