1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نوبل د ادبياتو جايزه چينايي ليکوال خپله کړه

۱۳۹۱ مهر ۲۰, پنجشنبه

د سويډن سلطنتي اکاډمۍ اعلان کړی دئ، چي د سږ کال د ادبياتو د نوبل جايزه چينايي مويان، ته ورکول کيږي. مويان د دغي جايزې د وړ گټونکو په ليست کي وو.

https://p.dw.com/p/16Nud
انځور: picture alliance/dpa

د ۲۰۱۲ کال د نوبل د ادبياتو جايزه چينايي لیکوال مويان، ته ورکول کيږي. د سويډن سلطنتي اکاډمۍ له دغه اعلام سره د سږ کال هغه گومانونه ختم کړل چي د دغي جايزې په برخه کي موجود ول.

د نوبل د ادبياتو جايزه چي په دغه رشته کي تر ټولو مهمه گڼل کيږي سږ کال د يو زيري په شان اعلان سوه. دغه جايزه د ۱۹۰۱ عيسوي کال راهيسي هر کال تکړه ليکوالو او اديبانو ته ورکول کيږي.

د دغي جايزې بسټ ايښوونکي الفرد نوبل، پخپله وصيت نامه کي، تر فيزيک، کيميا، او طب وروسته د ادبيات ريشته څلورمه ياده کړې ده. الفرد نوبل په دې اند وو چي که هرچا په دغه رشته کي „يو ښه ادبي اثر“ ولیکی هغه د جايزې وړ دئ.

وروسته وروسته بيا د سويډن د سلطنتي اکاډمۍ مسئولينو نوري عرصې، لکه اقتصاد او سوله هم د نوبل په جايزو کي راوستلې.

د نوبل د ادبياتو جايزې گټونکي اکثره اروپايان ول. په دې کي فرانسه لومړی ځای لري، چی تر اوسه ئې ۱۵ تنو ليکوالو دغه جايزه وړې ده. په دوهم کتار کي بريتانيا او د امريکا متحده ايالات راځي چي هر يوه هيواد ۱۱ جايزې تر لاسه کړي دي. دريم المان دئ، چي تر اوسه پوري ئې ۸ جايزې خپلي کړي دي.

د دې اوونۍ له پيل راهيسي د نوبل علمي جايزې چي د طب، فيزيک او کيميا په برخه کي شپږو تنو ته چي د امريکا له متحده ايالاتونو، فرانسې، جاپان او انگليستان نارينه وگړي دي ورکړل سوې.

د جمعې په ورځ به د سولي د نوبل جايزه هم اعلام سي او د راتلونکي اوونۍ د دوشنبې په ورځ به د سږ کال وروستۍ جايزه د نوبل د يادون په وياړ د اقتصاد په برخه کي اعلام سي.

د نوبل جايزه چي په نورو کلونو کي لس ميليونه سويډني کروڼه، چي نزدې يو نيم ميليون يورو کيږي د اقتصادي بحران له کبله اتو ميليونو کروڼو ته را کښته سوې ده، چي نزدې ۹۳۰ زره يورو کیږي.

دغه مبلغ هر کال د نوبل د جايزې پر گټونکو باندي ويشل کيږي، چي ډيره برخه ئې د سولي جايزې گټونکي ته ورکول کيږي.

نجيب الله زيارمل(Dpa/dapd/دويچه ويله)
کتونکی: مسعود جهش