1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نوبل د سولي جايزه د کيمياوي وسلو د منع نړيوال سازمان ته ورکړه سوه

مسعود جهش/ آژانسونه۱۳۹۲ مهر ۱۹, جمعه

د کیمیاوي وسلو د منع نړیوال سازمان د ۲۰۱۳ کال د نوبل د سولي جایزه وګټله. دغه سازمان اوس د سوریې د کیمیاوي وسلو د له منځه وړلو بهیر څاري. د ۲۰۱۳ کال د سولې د نوبل جایزې ته ملاله یوسفزۍ او سیما ثمر هم نومول شوي وې.

https://p.dw.com/p/19xzg
انځور: picture-alliance/AP Photo

همدا اوس د کیمیاوي وسلو د منع نړيوال سازمان کارپوهان په سوريه کې دي چې د دغه هیواد کیمیاوي وسلې له منځه یوسي. امریکا متحده ایالاتو او یو شمیر نور هیوادونه د سوریې پر رژیم باندې تور لګوي چې د روان کال په اګست میاشت کې یې دمشق ته نژدې سارین ګاز کارولی دی. د امریکايي استخباراتي سازمانونو په حواله په سوريه کې د کیمیاوي وسلو د کارونې په پایله کې ۱۴۰۰ کسان وژل شوي دي.

د نوبل جایزې د ورکولو پنځه غړي لرونکي کمېټې د جمعې په ورځ د کیمیاوي وسلو د له منځه وړلو نړیوال سازمان ته د «کیمیاي وسلو د له منځه وړلو هڅو له کبله د نوبل د سولي جایزه» ورکړه. د نوبل جایزې د ورکولو کمیټې ویلي دي: «د کیمیاوي وسلو د منع نړیوال سازمان کانوینسونونو او کار د نړیوالو قوانینو پر اساس د کیمیاوي وسلو کارونه د یوه تحریم شوي عمل په توګه تعریف کړې ده.»

دغي کمیټې زیاته کړې ده: «د سوریې وروستیو پېښو چې ښېې په دغه هیواد کې یو وار بیا له کیمیاوي وسلو څخه کار اخیستل شوی دی، د دې خبرې اهمیت لا روښانوي چې باید د دغو وسلو د له منځه وړلو هڅې دوام ومومي.»

دا چې د سولي د نوبل جایزه د کیمیاوي وسلو د له منځه وړلو سازمان ګټلې ده تر رسمي اعلان نزدې یو ساعت دمخه د ناروې د دولتي رسنې NRK له خوا وویل شو. دې رسنۍ تر دې مخکې هم تر رسمي اعلان مخکې د نوبل د سولي جایزو د ګټونکو نومونه اعلان کړي دي.

دا دوهم کال دی چې د سولې نوبل جایزه یوه سازمان ته ورکول کیږي. تیر کال دغه جایزه اروپايي ټولنې ته ورکړل شوه. اوس به نو د کیمیاوي وسلو د مخنیوي نړیوال سازمان ته په ډسمبرکې په اسلو کې د نوبل ۱.۲۵ میلیون ډالري جایزه ورکړل شي.

د کیمیاوي وسلو د مخنیوي سازمان تر څنګ ملاله یوسفزۍ هم د نوبل د سولي جایزې ته نومل شوې وه. ویل کیدل چې دغه ۱۶ کلنه فعاله چې تیر کال د طالبانو له خوا د نجونو د زده کړې له پاره د کمپاین له کبله وویشتل شوه، د نوبل جایزې د ورکولو کمیټې د خوښي نوماندانو په ډله کې وه. پر ملالي سربیره د افغانستان د بشري حقونو کېمیسیون مشره سیما ثمر هم د د نوبل د سولي جایزې ته نومول شوې وه.