1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نوبل د فزیک د جایزې سږني گټونکي څوک دي؟

آزانسونه۱۳۹۴ مهر ۱۴, سه‌شنبه

د نوبل د فزیک سږنې جایزه جاپاني فزیک پوه، تکاکي کاجیتا او کانادايي فزیک پوه، ارتور بي میک ډونالد ته ورکول کیږي. هغوی په خپلو څیړونو کې ثابته کړه چې «نوترینونه» د یوې کتلې خاوند دي.

https://p.dw.com/p/1GjVx
انځور: Getty Images/AFP/J. Nackstrand

په ستاکهلم کې د ساینس اکادمې اعلان وکړ چې د نوبل د فزیک سږنې جایزه جاپاني فزیک پوه، کاجیتا او کانادایي فزیک پوه، میک ډونالد گټلې ده. هغوی اوس ثابته کړه چې «نوترینونه» هم یوه کتله لري.

«نوترینونه» د عنصر خنثی بریښنايي زرې دي . د هغوی کتله ډیره زیاته کوچنې ده. د نوموړې اکادمې عمومی منشی، گیوران هانسن وویل:«سږنې جایزه د کائیناتو د ځینو تر ټولو زیاتو موجودو اوسیدونکو د وضعیت بدلون ته اختصاص شوې ده.»

دا چې ولې دغه جایزه دغو دوو فزیک پوهانو ته ورکول کیږي، هغه وویل: « د دغو ساینس پوهانو د څیړنو نتیجه د هغو تجربو لپاره کلي وگرځیده چې د هغو سره ثابته شوه چې نوترینونه کولای شی خپل وضعیت ته بدلون ورکړي. دغه بدلون پرته له کتلې څخه ممکن نه دی.»

۲۰۱۴ کال کې د LED نومې څراغ کشف ته ځانگړې شوه

د فزیک جایزه تقریبا ۸۵۰ زره ایرو ارزښت لري. تیر کال دغه جایزه د Light –Emitting Diode نومې څراغ چې مخفف LED دی، مخترعینو، «اسامو اکاساکي، هیروشی امانو او شوجی ناکامورو» ته ورکړ شوه. هغوی د رڼا دغه څراغ چې ډيره انرژی سپموي ، اختراع کړل.

پرون (دوشنبه د ۲۰۱۵ کال د اکتوبر پنځمه) د نوبل د طب جایزي گټونکي اعلان شول. سباته (چهارشنبه د ۲۰۱۵ کال د اوکتبر اوومه) د کیمیا د جایزې گټونکي معلومیږي. له هغې وروسته د نوبل د ادبیاتو د جایزې او د جمعې په ورځ د نوبل د سولې د جایزې گټونکی یا گټونکې اعلانیږي چې تر ټولو زیات له اهمیت څخه برخه منه ده او نړیوال ورته انتظار باسی.