1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نورستان والي له مرکزي حکومته مرسته غواړي

ميرويس جلالزی/ کابل۱۳۹۲ فروردین ۲۲, پنجشنبه

د نورستان والي پر مرکزي حکومت باندي ږغ کړی دی، چې ژر تر ژره دغه ولایت ته دملي پوځ ملاتړ ورواستوي. د نورستان ځني برخي څو واري د حکومت د وسله والو مخالفينو تر کنترول لاندي وې.

https://p.dw.com/p/18DzS
انځور: Getty Images

نورستان د ډیورنډ کرښي ته نژدې پروت ولایت دی چې ډیری ولسوالۍ یي غرنۍ دي او د هغو ساتل کله نا کله د افغان امنيتي ځواک له توانه وتلې وي.

د نورستان والي تمیم نورستانی چې د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۳کال د اپريل ۱۰) په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وینا کوله وویل که چیري دغه ولایت ته اضافي لښکر ور وانه ستول شي اول به سرحدي ولسوالۍ او وروسته به حتی پلازمېنه پارون هم د وسله والو مخالفينو ترکنترول لاندي شي.

نورستانی وایي یاغي طالبان چې د پاکستان په قبایلي سیمو باجوړ کې سره را ټول شوي دي د هوا په تودیدو او د غرونو د واورو په ويلي کیدو سره لومړی د کامدیش او برګمټال د تصرف پلان لري چېري چې مرکزي حکومت اوس د سرتیرو او تجهیزاتو له کمښت سره مخا مخ دی:

«پر دې سربیره چې ولسمشر کرزي څو ځله له مخالفینو څخه د پاکستان له چترال سیمي سره زموږ د پرتو برګ مټال اوکامدېش د پاکولو امر کړی اوهلته یي د سرحدي پولیسو او ملي پوځ د ځای پر ځای کیدو دستور ور کړی دی، خو له بده مرغه دا کار تر اوسه نه دی شوی.»

نورستان د افغانستان د هغو ولایتونو په کتار کې راځي چې د ناټو په مشرۍ امریکايي ځواکونه هلته په تیرو څو کلونو کې ځای پرځای ول او د جغرافیايي پیچلي جوړښت له امله يې ګڼ سرتیري پکې مړه او ژوبل شول.

د کامدیش او برګمټال د تصرف پر سر هم څو واري د افغان او بهرنیو ځواکونو له خوا د طالبانو پر ضد چاڼیز عملیات تر سره شوي دي، خو د دغه ولايت د چارواکو په خبره د سرتیرو د شمیر کمښت د دې لامل شوی دی چې په بیا بیا دا سیمې د زور پالو د نیواک تر اغیز لاندي راشي.

د نورستان ولایت ټولي امنیتي چاري د امنیت د لیږد په تیرو پړاونوکې افغان دولت ته سپارل شوي دي.

د دغه ولایت د مرکز پارون او اکثره ولسوالیو لکه وانت وایګل، برګمټال او کامدیش ترمنځ لويي لاري په کال کې څو میاشتي د وارو د اورښت له کبله تړلي وي.