1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نوروز نه وړاندي په افغانستان کي امنيت سخت کړل سوی دی

۱۳۸۹ اسفند ۲۸, شنبه

د دوشنبي په ورځ په ټول افغانستان کی د نوروز جشن لمانځل کیږي. افغان امنیتي چارواکي وايي چي دوی ډاډمن دي چی د هر راز احتمالي پيښو د رامنځ ته کیدو د مخنیوي لپاره یی پراخ ترتیبات نیولي دي.

https://p.dw.com/p/RAjy
په کابل ښار کي د امنيتي چارواکو گزمې زياتي سوي دي
په کابل ښار کي د امنيتي چارواکو گزمې زياتي سوي ديانځور: Don Duncan

د نوې کال د لومړي ورځي عنعنوي میلې ته اوس د ملک دننه شاوخوا ټول افغانان په تمه دي. د نوي کال لومړۍ ورځ له دې اړخه هم افغانانو ته ډیره مهمه ده چي ولسمشر به د هغو سیمو نومونه هم اعلاموي په کومو کي چي امنیتي کنټرول پس له لسو کلونو د لومړي ځل لپاره کورنیو عسکرو ته حواله کیږي.

دلته په پلازمینه کابل کی، همدا نن ورځ د نورو ورځو په پرتله لوی توپير لیدل کیږي.

په واټونو او لارو کوڅو کی د خلکو ګڼه ګوڼه زیاته ده او د موټرو تګ راتګ هم په ښار کی د ترافیکو بهیر له خنډ سره مخامخ کړی دی.

پلازمینه کابل چی په تیرو څو اونیو کی د خونړیو بریدونو شاهد ؤ ، اوسیدونکي یی لا هم په حالاتو بی باوره دي.

په لارو کوڅو کی د معمولي ورځو خلاف ډیر پولیس سرتیري او د استخباراتو اجنټان تر سترګو کیږي.

د کابل پولیس د نوروز د جشن د لمانځلو لپاره خلکو ته د خوندي توب ډاډ ورکوي.

خو په ټوله کی خلګ د حکومتي ځواکونو په ژمنو زړه نسي تړلای. هغوي وایي که څه هم د نوروز جشن لپاره پولیسو ګزمی زیاتي کړي خو بیا هم ترهګري ډلي دا وړتیا لري چی هر راز مراسم ګډ وډ کړي.

د کابل د پولیسو قوماندان جنرال عبدالرحمان رحمان د ټلویزیون له لاري پلازمیني میشتو ته ډاډ ورکړ چی په ښار کی به هيڅ نه رامنځ ته کیږي. جنرال رحمان وايي د پولیسو په څلرویشت ساعته ګزمو کی زیات والی راغلی او د تلاشۍ بیلا بیلي پوستي هم د ښار په ګوډ ګوډ کی جوړي سوي دي.

د امنیه قوماندان پر وینا په زرګونو تنه تازه دمي پولیس پلازمیني کابل ته په را ننوتونکو څلورو لویو دروازو او د ښار په حاکمو او ګڼ میشتو سیمو کی ځای پر ځای کړي دي.

په پلازمینه کابل سربیره، د ملک په یو شمیر نورو لویو ښارونو کی هم د نوروز جشن ته تدابیر نیول سوي دي.

د کابل – شمال لویه لاره چی مرکزي ولایتونه له شمالي هغو سره نښلوي د نوروز میلي په درشل کی بله هغه سیمه ده چی پکی امنیتي تدابیر شدید کړای سوي دي.

د بغلان او کندز ولایتونه چی دغه لویه لاره یی له خیټي د بلخ ولایت په لور تیریږي، په تیرو څو میاشتو کی د سختو نا امنیو شاهدان ول.

د کندز او بغلان امنیتي چارواکي ډاډ ورکوي چی په دغه لاره یی د پولیسو پوستي ډیري کړي او د هغو مساپرو امنیت به خوندي وي چی له کابل او نورو سیمو بلخ ته د نوروز میلي د لمانځلو لپاره ځی.

د سالنګونو هغي غاړي ته ډیری سیمی نا امني دي او دولت ضد زور پالي وخت ناوخت پر لویه لاره او کندز او بغلان کي پر امنیتي چارواکو د ښارونوپه زړه کی بریدونه کوي.

په یوه تازه پیښه کی چی څه باندی یوه اونۍ دمخه د بغلان په مرکز پلخمرۍ کی رامنځ ته سوي وه د دغه ولایت امنیه قوماندان پکی خپل ژوند له لاسه ورکړ.

خو ایا د امنیتي ځواکونو د پیرو او ګزمو او د تلاشۍ د اضافي پوستو موقتي جوړول به د نوروز جشن ګډون وال ډاډمن کړي که څنګه دا به د جشن له مراسمو وروسته روښانه سي.

خو تیرو جشنونو ته په کتو سره د دی احتمال ډیر لږ دی چی دولت ضد وسله وال دي د نوروز دجشن د ګډوډولو هڅه وکړي ځکه هغوي تل د امنیتي ځواکونو له غفلت څخه کار اخلي، اوس خو امنیتي ځواکونه د تیار سي په حال کی دي.

ميرويس جلالزی / کابل

کتونکی: احمدولي اڅکزی