1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نوزاد اوسيدونکي: تر نورو مو تير يوو د ماينونو د خطره مو خلاص کړی

۱۳۸۹ بهمن ۲۰, چهارشنبه

د هلمند ولايت دغه ولسوالي چي د يوه کال راپديخوا د دولت د مخاليفينو له منګولوخلاصه او د حکومت په ولکه کښي راغلي ده، د اوسيدونکو په خبره يې چي تر اوسه پوري داسي کار نه دی پکښی سوی تر څو د سړي تر سترګو سي.

https://p.dw.com/p/QzG6
د هلمند ولايت قومي مشران
د هلمند ولايت قومي مشرانانځور: DW

ددې ولسوالۍ يو شمېر اوسيدونکي د ولسوالۍ پر لويو لارو د ماينونو د موجوديت، د خامه سړکونو، روغتياي ستونزو، بي کارۍ او خپلوماشومانو او ځوانانو ته د تعليم د نه شتون څخه سرټکوي.

ددوی په وينا د يوې خوا د ګڼ شمير خدماتي پروژو او اسانتياوو څخه بې برخي يو، د بلي خوا د ولسوالي پر لويو لارو باندي د ماينونو موجوديت بله هغه ستونزه ده چي، د ناروغ د انقالولو پر مهال سخت په ويري کي.

هغوی وايي داسي هم پيښ سوي چي د ناروغ موټر يې پر ماين ختلی او د ناروغ سره ټوله له منځه تللی دي.

هغوی وايي موږ تير تر هغه بيا رغاوني يو چي د ۹ کالو راپدې خوا يې خبري اورو ولي تر اوسه مو هيڅ نه دي ليدلي. « موږ يوازي اوس د دولت څخه غوښتنه کوو چي د لويو لارو دغه ستونزه را حل کړی نور يې موږ تير تر بيارغاوني يو.»

د هلمند ولايت مسؤلين د نوزاد ولسوالۍ د اوسيدونکو دا نيوکي او خبري پرځای بولي او تايدوي يې. ولي وايي چي، ژرترژره به پرلويو لارو د ماينونو په ايستلو او خنثي کولو کي لاس پکارسي.

د هغه ولايت امنيه قومندان مل پاسوال محمد حکيم انګار وايي چي، دوی د پوليسو په صفوفو کښي داسي قطعه تر زده کړي او تريننګ لاندي نيولې ده چي، د استحکام دنده يا د ماينونو په کښلو او ياهم خنثي کولو کښي زده کړي ترلاسه کړي او هرکله د خلګو او سيمي دا ډول ستونزي له مينځه يوسي.

د يادوني وړده چي نه يوازي د هلمند ولايت د ولسواليو اوسيدونکي پرلويو لارو د ماينونو د خطر سره مخامخ دي، بلکه د جنوب غرب ولايتونو د ليري پرتو سيمو ګڼ شمير اوسيدونکي او سيمي له دغه خطر څخه سرټکوي.

د کندهار ولايت د ميرويس روغتون ډاکټران وايي چي دوي ته اکثره راوړل سوي ټپيان ټول د ليري پرتو ولسواليو اوسیدونکي دي چي پر لارو باندي د ماينونو په پيښو کي يا وژل سوي او يا هم ټپيان سوي وي.

حکمت الله اسلمي/ کندهار

کتونکی: نجيب الله زيارمل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل