1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نومبر نهمه، د آلمان له پاره نه هیریدونکې ورځ

مارسل فورستنها/ ګل غوټۍ پوپل۱۳۹۱ آبان ۱۹, جمعه

۲۳ کاله پخوا د نومبر د میاشتې په نهمه نیټه د برلین دیوال ونړول شو. د برلین دیوال د ‏نړیدو لا یو کال پوره شوی نه وو چې د ۱۹۹۰ کال د اکتوبر د میاشتې په دریمه نیټه ‏شرقي آلمان او غربي آلمان بیرته سره یوځای شول.‏

https://p.dw.com/p/16gEK
انځور: © N-Media-Images - Fotolia.com

د آلمان په معاصر تاریخ کې د نومبر د میاشتې نهمه نیټه یوه نه هیریدونکې ورځ ده. له دې ‏ورځې سره په دوو برخو د آلمان تقسیمیدل او همداراز په ۱۹۸۹ کال کې د برلین د دیوال ‏نړیدل د سړي ذهن ته راځي.‏

په ۱۹۱۸ کال کې د آلمان لومړنۍ جمهوري دولت اعلان شو او پنځه کاله وروسته ادولف ‏هیتلر هڅه وکړه چی د دغه جمهوري نظام په مقابل کی کودتا وکړي.‏

سږ کال د نومبر په نهمه نیټه د برلین د دیوال د نړیدو ۲۳ کاله پوره شول. دا داسې یوه ‏تاریخي پېښه وه چې په ټولې نړۍ کې یې بدلونونه راوستل. تر دغې نیټې یو کال وروسته ‏د آلمان دوه جمهوریتونه پس له ۴۱ کالونو جدایۍ بیرته سره متحد شول.‏

د آلمان په تاریخ کی په دغه ورځ ډیرې نورې مهمې پېښې هم رامنځته شوې دي. په ‏‏۱۹۱۸ کال کې د برلین د رایش تاګ له بالکن څخه د سوسیال دموکرات ګوند سیاستوال ‏فلیپ شایده من، د آلمان جمهوري نظام اعلان کړ. په دې ډول نو د دویم ویلهیلم کایزر ‏دوره ختمه شوه.‏

په آلمان کې ځوانه دموکراسي په لومړي سر کې له ستونزو سره مخامخ وه. کیڼ اړخو او ‏ښي اړخو غوښتل چې هغه ژر تر ژره له منځه یوسي. په ۱۹۲۳ کال کې ناسیونال ‏سوسیالیستانو په مونشن کې د «فیلد هیرن هاله» پر ودانۍ باندې یرغل ویوړ. د هغوی ‏مشر ادولف هتلر وو چې لس کاله وروسته یې په آلمان کې قدرت په لاس کې واخیست او ‏نړۍ یې د دویمې نړیوالې جګړې له ناورین سره مخامخ کړه.‏

هغه وخت د یهودانو حقوق تر پښو لاندې کیدل او بیا په ۱۹۴۲ کال کې هغوی په ‏سیستماتیک ډول ووژل شول. د ۱۹۳۸ کال د نومبر په نهمه نېټه، مخکې له دې چی دویمه ‏نړیواله جګړه پیل شي په ټول آلمان کې د یهودانو کنیسې وسوځول شوې او د هغوی ‏دوکانونه چور او تالا شول. د سلو په شاوخوا کی یهودان ووژل شول او ۲۶ زره نور په ‏اجباري ډول کمپونو ته واستول شول. دغه شپه ښایي د هولوکاست له پاره د وروستي ‏تمرین شپه وه. ‏

که له یوې خوا د نومبر نهمه نیټه یوه دردوونکې او تیاره ورځ ده خو له بلی خوا په همدې ‏ورځ د برلین دیوال راونړول شو. د برلین د دیوال نړیدو نه یوازې په المان بلکې په ټولې ‏نړۍ کې ستر بدلونونه رامنځ ته کړل.‏