1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نوي قانون سربیره انساني قاچاق او بچه بازي مخ پر ډیریدو ده

۱۳۹۷ فروردین ۱۱, شنبه

کارپوهان وايي چې نږدې یو کال مخکې له هلکانو د جنسي استفادې د مخنیوي په موخه د افغانستان حکومت د انساني قاچاق قوانین لا پسې سخت کړل، خو بیا هم دغه قانون ډیر لږ عملي شوی او په دې هیواد کې د انساني قاچاق مخ پر زیاتیدو دی.

https://p.dw.com/p/2vHYl
Afghanistan Bacha Bazi
انځور: Getty Images/AFP/A. Karimi

بچه بازي، داسې یو عمل چې پکې تنکي ځوانان د قوماندانانو لخوا تښتول کیږي او بیا پر ګډیدو او د جنسي اړیکو له پاره ترې ګټه پورته کیږي. دغه کار په افغانستان کي د ۲۰۱۷م کال په جنوري میاشت کې د انساني قاچاق په قوانینو کې د یو لړ تغیراتو په پایله کې په ښکاره توګه منع وګرځول شو.

د نوي قانون په هکله د یوې تازه څیړنیزې مقالې لیکونکی ولي محمد کنډیوال وايي چې دغه اقدام له دې امله مهم ګڼل کیږي ځکه ناوړه فرهنګي دود د بچه بازۍ موضوع پر سر د پرانیستي بحث پر وړاندې خنډ ګرځي.

د مهاجرت په نړیوال سازمان یا «آی. او. ایم» کې د قاچاق ضد د پروژې مسووله، مینه پاودل بیا وايي چې یو دلیل چې چارواکي د بچه بازۍ پر شتون دلالت کوي دا دی چې د حکومت ضد ملیشه ډلو له تنکیو ځوانانو د یوې وسلې په توګه کار اخیسته. نوموړې ویلي چې: «تنکي ځوانان د وسلوالو ډلو له خوا تښتول کیږي او کله چې له دوی څخه د جنسي اړیکو له پاره کار واخیستل شي، بیا دوی له [دغو هلکان] د ځانمرګو بریدګرو په توګه کار اخلي.»

ولسمشر غني په ارزګان کې د بچه بازې پیښو په اړه د څیړنې امر وکړ

په افغانستان کې د «بچه بازي» قربانیان څرنګه ژوند تیروي؟

نوموړې زیاته کړې چې د دوی امنیتي ځواکونو په لیکو کې هم ځینې کسان شته چې بچه بازي کوي. دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۰۱م کال کې د طالبانو حکومت تر پرځیدو وروسته، وسلوال طالبان د غرب له ملاتړه برخمن د کابل حکومت د نسکورولو له پاره جګړه کوي او په دې ترتیب دغه ډله د دې هیواد زیاتره برخه خاوره تر خپل کنترول لاندې لري. په دې هکله د عدليې وزارت له تبصرې کولو ډډه کړې.

تر اوسه پورې په افغانستان کې د انساني قاچاق په هکله رسمي شمیرې په لاس کې نشته، خو د مهاجرت نړیوال سازمان له حکومت سره په دې برخه کې په کار کولو پیل کړی څو د دې راز پیښو یو ډیټابیس يا برېښنايي معلوماتي ځېرمې جوړې کړې. په همدا راز د انساني قاچاق د کمیسیون د غړو په روزنه یې هم پیل کړی دی.

Afghanistan Bacha Bazi
انځور: Getty Images/AFP/A. Karimi

کارپوهان بیا وايي چې په افغانستان کې د انساني قاچاق پیښې چې پکې اجباري کار کول، واده، محلي کارونه او د جنسي ناوړه استفادې تجارت شامل دی، مخ پر لوړیدو دی.

له کابل څخه میرمن پاودل د تومسن رویترز بنسټ ته په دې هکله ویلي چې: «دغې څیړنې موندلې چې [د بچه بازۍ د پیښو] شمیر په لوړیدو دی او دغه څه لا ډیر پیچلي کیږي.»

د هغې په وینا د بیلګې په توګه د روغتیا د برخې مافیا چې په په ټوله سیمه کې فعاله ده، په افغانستان کې هم فعالیت لري او دوی له انساني قاچاق له قربانیانو د بدني غړي په تور بازار کې پلوري. هغه زیاتوي چې انساني قاچاقبران تر ډیره پوري له ګاونډیو هیوادونو څخه بیرته راغلو مهاجرینو او یا په زوره اخراج شوي کسان او یا هم هغه کسان چې په کور دننه د جګړو له امله بې ځایه شوي، خپل ښکار ګرځوي.

ولي محمد کنډیوال وايي چې د انساني قاچاق د دوسیو د څیړلو او په هکله یې د پریکړه کولو له پاره ځانګړې محکمې شتون نه لري او سربیره پر دې د انساني قاچاق د موضوع په برخه کې عامه پوهاوی کم دی. د هغه په وینا خلک په دې نه پوهیږي چې په دې هکله د شکایت کولو له پاره کومې مرجع ته مراجعه وکړي.

زموږ له آرشیف څخه: