1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د «نوي کابل ښار» پروژه تطبيقيږي

حسين سيرت/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۲ شهریور ۵, سه‌شنبه

د «نوي کابل ښار» پروژې د تطبيقولو مسئولان وايي چي د دغه ښار د جوړولو چاري په راتلونکو څو ورځو کي پيليږي. خو د دغي ستري پروژې په وړاندي خنډونه اوس هم پر خپل ځای باندي پاته دي.

https://p.dw.com/p/19XCF
Kabul Stadt in Afghanistan Das Bild hat uns unser Korrespondent Hussain Sirat aus Kabul geschickt. Alle Rechte gehören der DW.
Kabul Stadt in Afghanistanانځور: DW/H.Sirat

په دې وروستيو وختونو کي د نوي کابل ښار د پراختيا مشورتي شورا چي د ده سبز، قره باغ، شکردرې، کلکان او نورو هغو سيمو له استازو څخه جوړه سوې ده چی د نوي کابل ښار د ماسترپلان تر پوښښ لاندي دي په کار پيل کړی دی.

د نوي کابل ښار د پراختيا ادارې اجرايي رئيس انجنير غلام سخي حسن زاده د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د اگست ۲۷) په کابل کي په يوه مطبوعاتي کنفرانس کي وويل: «که ستونزه د خښتو پخولو کورې دي او که بيه ايښوول او يا تصفيه ده، خو د دغي شورا په جوړولو سره اميد دی چي دغه ټولي ستونزي له منځ ولاړي سي.»

په پلان کي ده چي نوی کابل ښار به پر ۳۷۰ زره جريبه مځکه باندي جوړ سي. دغه ښار د درو ميليونو تنو د ځايولو وړتيا لري. په پلان کي ده چي په دغه ښار کي به د استوگني ۶۰۰ زره واحدونه جوړ سي.

انجنير حسن زاده وايي چي د ۶،۴ ميليارده ډالرو په ازښت يې د دغي ستري پروژې د تطبيق له پاره له کورنيو پانگوالو سره قراردادونه لاسليک کړي دي.

تمه وه چي د روان کال په ثور مياشت کي د نوي کابل ښار د ماسترپلان د تطبيق پروژه پيل سي، خو له پروژې سره د ده سبز ولسوالۍ د اوسيدونکو د سخت غبرگون له کبله هغه وځنډېده.

د نوي کابل ښار د پراختيا ادارې مسئولان وايي چي د دغه ښار ماسټرپلان له ډير وخت راهيسي تيار سوی وو، خو د ځينو ستنزو له کبله، لکه د شخصي مځکو استملاک او د دولتي او غير دولتي مځکو د نه مشخصولو ستونزي د دغه ماسټرپلان د تطبيق په مخ کي خنډ دي.

حسن زاده وويل چي د نوي کابل ښار د جوړولو پروژې د ځنډ اصلي ستونزه مځکي دي: «له درو کلونو راهيسي موږ د کار د پيل په تمه يو. خو په هغه صورت کي چي د مځکو ملکيت نه وي تثبيت سوی، موږ څرنگه کولای سو چي دغه پروژه تطبيق کړو. دا نو د نورو ارگانونو دنده ده چي هغوی د پروژې د تطبيق له پاره مځکي تياري کړي.»

حسن زاده وويل چي يو شمېر «داخلي او خارجي» کسان د نوي کابل ښار پروژې د تخريبولو تلاښ کوي. خو هغه د دغو کسانو نومونه وا نه خيستل.

وسله والي نښتي

د روان کال په سرطان مياشت کي د ده سبز ولسوالۍ د ځينو مځکو پر سر د پوليوس او وسله والو کسانو له خوا وسله والي نښتي رامنځ ته سوې.

د کورنيو چارو وزارت معين ميرزا محمد يارمند وايي چي د دغي سيمي امنيت بايد په منظمه توگه ونيول سي. هغه زياته کړه چي د نوي کابل ښار په پروژه کي ډير پانگوال دې ته تيار ول چي په دغه پروژه کي پانگونه وکړي، خو تر دغه وسله وال برخورد وروسته بيرته خپلو هيوادونو ته ستانه سول.

يارمند په دغه خبري کنفرانس کي وويل: «د ده سبز په سيمه کي د پانگوني له پاره ډير باندني پانگوال راغلي ول. هغوی غوښتل چي په دغه [ښار] کي په ميليونونو ډالره پانگونه وکړي. خو د دغي پيښي په رامنځ ته کېدو سره دغه شپېته تنه ۶۰ هيوادونو ته ولاړل او ويې ويل چي افغانستان د دغه کار د ترسره کولو توان نه لري.»

د کورنيو چارو وزارت دغه مقام وويل چي د ده سبز اوسېدونکي د دغي پروژې د تطبيق غوښتونکي دي. هغه وويل چي پوليس همکارۍ ته تيار دي او امنيتي ځواک د دغي پروژې د امنيت ساتلو توان لري.

که څه هم چي امنيتي او د نوي کابل ښار د پراختيايي ادارې مسئولان د دغي پروژې د ژر ترژره پيليدو هيله مندي ښيي خو د مځکو پر سر نه حل سوي جنجالونه لا د دغي پروژې په وړاندي ستر چلينجونه دي.