1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نوي کابينې اتو وزيرانو په کار پيل وکړ

حسين سيرت۱۳۹۳ بهمن ۱۳, دوشنبه

هغو اتو تنو وزیرانو چې له پارلمان څخه د اعتماد رایه واخيسته، د دوشبنې په ورځ په رسمي توگه خپل کار پیل کړ. دا په داسې حال کې ده چې اوس هم اووه لس وزارتونه د سرپرستانو له خوا اداره کیږي.

https://p.dw.com/p/1EUS4
انځور: AFP/Getty Images/J. Bourg

د کورنیو چارو وزیر نور الحق علومي، د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، د کانونو وزیر داوود شاه صبا، د کډوالو او راستنېدونکو چازو وزیر سید حسین عالمي بلخي، د عامي روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز، د کلیو جوړولو او پراختیا وزیر نصیر احمد دراني او د حج او اوقافو وزیر فیض محمد عثماني، هغه وزیران دي چې د یکشنبې په ورځ یې په ارگ کې د لوړې مراسم ترسره کړل او د دوشنبې په ورځ یې خپل کارونه په رسمي توگه پیل کړل.

غیر سیاسي پولیس

د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي، د دوشنبې په ورځ د خپل کار پیلولو پر مهال ژمنه وکړه چې د پولیسو د کار درناوی کوي او د هغو سرتيرو ستاینه به وکړي چې له هیواده په دفاع بوخت دي. علومي وویل چې د افغانستان د لویو ښارونو د امنیت ساتنه او په خاصه توگه د کابل ښار د امنیت ټینگول یې په کاري لومړیتوبونو کې دي.

د کورنیو چارو وزیر ژمنه وکړه چې له اداري فساد سره به مبارزه وکړي او د سازمان شویو جرمونو عاملان به د قانون منگلو ته وسپاري. هغه همداراز ژمنه وکړه چې د سوداگرو او پانگوالو ساتنه به وکړي او په دې برخه کې به خپل ټول امکانات وکاروي.

علومي افغان پولیسو ته ژمنه وکړه چې د هغوی د مسلکي کولو له پاره به هڅې وکړي او داسې لاري چارې به وڅېړي چې د پولیسو په تلفاتو کې کمښت راشي. د علومي په خبره اوس د پولیسو یو پر دریمه برخه په هغو سیمو کې ځای پر ځای ده چې ډیر نفوس لري او د جرایمو کچه هم پکې لوړه ده. هغه ژمنه وکړه چې د شمیر له مخې په بیلابیلو سیمو کې د پولیسو پر بیا ځای پر ځای کولو له پاره به اقدام وکړي.

په ماليې وزارت کې اصلاحات

د افغانستان د مالیې وزیر اکلیل حکمیم هم د خپل کار په لومړۍ ورځ وویل چې دغه وزارت باید په سمه توگه مدیریت وکړي. هغه زیاته کړه چې وزارت به یې د یوې نمونې په توگه راڅرگنده شي.

حکیمي وویل چې په وزارت کې به یې هیڅ ډول تبعیض ته وخت ور نه کړي او ښځو ته به هم په دې اداره کې په مساوي توگه د کار کولو چانس برابر کړي.

د ولسمشر غني لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم، د مالیې وزير د معرفي کولو پر مهال وویل چې ټول هغه کسان به د قانون منگلو ته وسپارل شي چې د کابل بانک په دوسیه کې یې لاس لاره.

په بهرني سیاست کې ثبات

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني د خپل کار په لومړۍ ورځ وویل چې له خپلو نورو همکارانو سره به په مشوره له گاونډیو او نورو هیوادونو سره د افغانستان د بهرني سیاست د ثبات په موخه کار وکړي.

هغه د بهرنیو چارو وزارت ته د تخصص او ژمنتیا د ادارې په توگه اشاره وکړه او ویې ویل چې افغانستان به له اسلامي هیوادونو سره خپلې اړیکې پخې کړي.

پر دغو وزیرانو سربیره د افغانستان د ملي امنیت ادارې مشر رحمت الله نبیل هم د دوشنبې په ورځ خپل کار پیل کړ. له بلې خوا د افغانستان د پارلمان یو شمیر غړو پر افغان حکومت باندي غږ کړی دی چې نور دوه تابیعت لرونکي کسان د کانديد وزيرانو په توگه معرفي نه کړي.