1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د نوکانو ژول مو ناروغه کولای شي!

۱۳۹۶ بهمن ۲۴, سه‌شنبه

د نوکانو ژول يو ډير خراب عادت دی. ډيری خلک دا کار په غير ارادي توگه کوي خو د نوکانو ژول نه يوازې د لاسونو ښکلا ته زيان رسوي بلکې دا د ناروغتياو خطر هم لوړوي.

https://p.dw.com/p/2saZu
Nägelkauen
انځور: Colourbox

زموږ لاسونه د ورځې په اوږدو کې له ډيرو شيانو سره په تماس کې کيږي او موږ هر وخت دا فرصت هم نه لرو چې لاسونه پريمنځو. کله چې يو څوک نوکان ژوي نو هغه په دوامداره توگه خپل بدن ته ميکروبونه هم داخلوي چې دا ناوړه پايلې هم درلودلای شي.

د دې عادت له کبله انسان ته د خولې بيلا بیلې ناروغتياوې پيدا کیدای شي ځکه د نوکانو له لارې خولې ته داخلې شوې باکترياوې، ويروسونه او نورو ميکروبه ښايي دلته وده وکړي.

  هغه کسان چې نوکان ژوي کيدای د نورو په پرتله ډير په ريزش او د معدې په ميکروبي ناروغيو اخته شي. همدا راز د نوکانو ژول د پوستکي د بخار او دانو سبب هم گرځي.

کله چې نوک ډير تر لاندې وژول شي نو دا د نوک د وريو د وينې کيدو او زخمي کيدو باعث کيږي او د گوتو دوامداره زخمونه بيا ميکروب هم اخيستلای شي.

سربيره پر دې دا هم ويل کيږي چې نوک ژونکي د خپل دې عادت له کبله په رواني لحاظه هم ځوريږي ځکه دوی د خپل دې عادت له کبله خجالت باسي او خپل لاسونه پټوي ځکه چې پرې شرميږي.

ډير شمیر کسان فکر کوي چې نوکان ژول د کمرزوۍ او يا د نفس د انضباط د کموالي نښه ده. ډيري کسان کله چې غوسه او يا هيجاني شي نو په غير ارادي ډول خپلې گوتې خولې ته وړي او د نوکانو په ژولو لاس پورې کوي.

Frau mit Smartphone
د نوکانو رنگول هم د نوکانو د ژولو له عادت څخه د خلاصيدو يوه لاره دهانځور: picture-alliance/dpa/S. Gollnow

داسې فکر هم کيږي چې گواکې هغه کسان چې خپل نوکان ژوي هغوي عصبي او مضطرب وي خو څيړونو دا جوته کړې چې يوازې عصبي کيدل د دې لامل کيږي نه بلکې کله چې يو انسان ستړی شي، حوصله یې ختمه شي او يو کوم ستونزمن کار بايد ترسره کړي نو امکان لري د نوکانو په ژولو لاس پورې کړي. همدا شان ويل کيږي چې د نوکانو ژول سړي ته ښه احساس ورکوي.

څرنگه له دې عادته ځان خلاص کړو

يوه گوته بايد انتخاب شي او په ارادي توگه یې باید له ژولو ډډه وشي. دا ډيره گټه کوي او سړی یې يو څو ورځې وروسته په گټه پوهيږي. تر دې وورسته بيا سړی بايد يوه بله گوته غوره کړي او له ژولو یې صرف نظر وکړي.

همدا راز پر نوکونو د سرېښ (رابرټيپ) يا ژاولې لگول هم گټه کوي. يوه بله لار یې په نوکانو د يوه داسې ځانگړي لاک يا رنگ پورې کول دي چې خوند یې تريخ وي. له دې عادت څخه د خلاصي له پاره يوه بله گټوره مشوره دا ده چې د لاسونو نوکان بايد ژر ژر پرې يا قطع شي او تل د يوه سوان په وسيله سوان او يا وسولول شي. همدا راز د لاسونو د کريمونو استعمال هم له دې عادته په ځان  خلاصولو کې مرسته کولای شي ځکه د لاسو د کريمو مزه بده وي.

DW(B.S/S.M)

زموږ له آرشيف څخه: