1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اروپا کې د نوې هستوګنې پروګرام ولې ناکام شو؟

۱۳۹۷ آذر ۱۰, شنبه

اروپايي اتحاديې د غيرقانوني مهاجرتونو د مخنيوي له پاره پر ډيرو اقداماتو لاس پورې کړی دی. له هغو څخه يو يې غړو هيوادونو کې د پناه غوښتونکو د نوې هستوګنې قانوني کيدو ته هڅې دي کوم چې ښکاري دغه طرحه دې ناکامه وي.

https://p.dw.com/p/39G4G
Data visualization preview picture EU resettlements

د مهاجرت مسئله په اروپايي اتحاديه کې يوه د بحث د تر ټولو مهمه مسئلو څخه ګڼل کيږي. اروپايي اتحاديې د غيرقانوني مهاجرتونو او انساني قاچاق پر وړاندې مبارزه کې له ۲۰۱۵م کال راهيسې ډير اقدامات ترلاس لاندې نيولي دي. په دغو اقداماتو کې يو هم د مهاجرتونو له پاره د قانوني لارو چارو برابرول دي.

دغه قانونې لارې چارې د بيا هستوګنې پروګرام په چوکاټ کې طرحه شوي دي چې پر اساس يې پناه غوښتونکي د اروپايي اتحاديې د باندې هيوادونو څخه په قانوني توګه دغې اتحاديې راوستل کيږي او په غړو هيوادونو کې نوي هستوګن کيږي. دغه پروګرام د ۲۰۱۵م کال په دوبي کې پیل شو، چې موخه يې د ۲۲۵۰۰ کسانو د نوې هستوګن کيدو له پاره وه، خو دغه پروګرام ايله د ۱۸۵۶۳ کسانو پر ليږد او بيا هستوګن کيدو بريالی شوی.

د اروپايي کميسيون مشر ژان کلود يونکر د ۲۰۱۷م کال په سپتمبر کې يوه نوې طرحه وړاندې کړه او د اروپايي اتحادېې له غړو هيوادونو څخه يې وغوښتل تر څو د ۲۰۱۹م کال تر اکتوبر مياشتې پورې د مخکيني شمير سربيره، ۵۰ زره نور کسان هم په اروپا کې هستوګن کړي.

د دغه سياست په الحاقي سند کې راغلي: «بايد د نوې هستوګنې په پروګرام کې د افريقا شمال او د افريقا شاخ، په ځانګړې توګه، ليبيا، مصر، نيجر، سوډان، چاد او اتيوپيا ته ډيره پاملرنه وشي. سربيره پر دې دا ډاډ هم بايد ترلاسه شي چې د [پناه غوښتونکو] بيا هستوګنه، له ترکيې، اردن او لبنان څخه هم ادامه ولري.»

۲۵ زره هستوګنې د ۲۰۱۸م کال تر اکتوبر پورې

دغه طرحه له يوه مشخص ضرب الاجل سره هم مخ پاتې شوې ده.  بايد غړي هيوادونه د ۲۰۱۸م کال تر اکتوبر مياشتې پورې داسې يو ډاډ ترلاسه کړي چې د [۵۰ زره کسانو] ۵۰ سلنه برخه يې په موثره توګه بيا هستوګن شوي دي.»

Data visualization EU resettlements
له کيڼ خوا لمړنی ستون د هيوادونو له خوا د منل شوو پناه غوښتونکو شمير او منځنی ستون د هغوي واقعي منل ښيي

اروپايي اتحاديې د روان کال په می او مارچ مياشتو کې د دغه بهير رپوت خپور کړ. هر هيواد مکلف وو تر څو د بيا هستوګن شوو افرادو شمير اعلان کړي. د می مياشتې په رپوټ کې ويل شوي وو چې د پناه غوښتونکو يوازې ۸ سلنه يې بيا هستوګن شوي چې دغه شمير د هغه ۵۰ سلنې له شمير سره کوم چې په پام کې وو د اکتوبر تر مياشتې په لاس راشي، ډيره زياته فاصله درلوده.

اروپايي اتحاديې په راتلونکو مياشتو کې له دغه بهير څخه بيا کوم رپوټ خپور نه کړ. دويچه وله په کراتو هڅې وکړې تر څو د «اروپايي کميسيون د کورنيو چارو له عمومي ادارې» سره اړيکې ونيسي، خو دغه کار امکان نه درلود. دويچه وله دغه راز د اروپايي اتحاديې له غړو هيوادونو څخه وغوښتل تر څو په دې برخه کې خپل تر ټولو وروستي معلومات وړاندې کړي چې يوازې نيمايي يې لازم معلومات ورکړل.

د نوو هستوګن شوو کسانو شمير

د نوو معلوماتو او د هغو هيوادونو چې اطلاعات يې نه دي شريک کړي د زړو معلوماتو له مخې، وروستۍ پايلې ښيي چې تر اکتوبر مياشتې پورې يوازې ۲۶سلنه پناه غوښتونکي چې شاوخوا ۱۳۱۷۶ تنه کيږي نوي هستوګن شوي چې دا د تقريبا ۲۵ زره کسانو نژدې نيمايي برخه ده.

تر دغې څيړنې وروسته، د «اروپايي کميسيون د کورنيو چارو عمومي ادارې» په ناڅاپي توګه نوي ارقام خپاره کړل او وې ويل چې د نوي هستوګن کيدو پروګرام د اکتوبر مياشتې تر نيمايي پورې پر ۱۵۹۰۰ کسانو تطبيق شوی دی. د دغه کميسيون مشر وويل چې دغه ارقام کال په کال لوړيږي. هغه زياته کړه: «دا يو مثبت بهير دی او مونږ ډاډمن يو چې نهايي هدف به مو د (۲۰۱۹م کال د اکتوبر تر پايه) پورې ترلاسه کړی وي.»

د اروپايي کميسيون دغه چارواکی وايي، د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې، ايرلند، سلوانيا او ليتوانيا يوازينې هيوادونه دي چې د روان کال اکتوبر تر پايه يې پناه غوښتونکو ته نوي هستوګنځايونه ورکړي دي. بريتانيا او سويډن هم دغه ميزان ته نژدې دي. فرانسه او آلمان هم هغه هيوادونه دي چې هر يو يې تر ټولو ډير شمير يعنې ۱۰۲۰۰ کسانو ته ځای ورکړی دی.

درې برابره ډیر غيرقانوني مهاجر

اروپايي کميسيون د دويچه وله دغې پوښتنې ته چې ولې ځينې غړي هيوادونه د پناه غوښتونکو د هستوګنې د نصاب حد ته په رسيدو کې بيرته راغلي دي، ځواب ورنکړ.  خو د آلمان د کورنيو چارو وزارت يوه وياند وويل چې دغه ستونزه د آلمان د ۲۰۱۷م کال تر عمومي انتخاباتو وروسته د نوي حکومت په جوړيدو کې د رامنځ ته شوي ځنډ له وجې رامنځ ته شوه.

Die schwierige Lage in Mossul
د نوې هستوګنې پروګرام کې هر مهاجر په سر له ۶ تر ۱۰ يورو په نظر کې نيول شوي ديانځور: DW/J. Neurink

په دې برخه کې شوې ژمنې که حتی د راتلونکې کال اکتوبر تر پايه عملي هم شي، بيا هم اصلي هدف ته تر رسيدو ډیره فاصله پاتې کيږي. د تيرکال سپتمبر مياشتې راهيسې چې په پام کې وو ۵۰ زره کسانو ته په کې نوي هستوګنځايونه ورکړل شي، شاوخوا ۱۶۶۸۹۴ کسان په غيرقانوني توګه د اروپايي اتحاديې له سرحدونو اوښتنې دي. دغه غيرقانوني مهاجرتونه له هغو مهاجرو درې برابره لوړ دی چې په پام کې وو د نوې هستوګنې پروګرام له لارې اروپا ته راوستل شي.

پر يوه کس تر ۱۰ يورو

اروپايي اتحاديې د ۵۰ زره پناه غوښتونکو د هستوګنځايونو له پاره ۵۰۰ ميليونه يورو جلا کړي دي. هغه هيوادونه چې په دغه پروګرام کې پناه غوښتونکي مني، د هر کس په سر له ۶ تر ۱۰ يورو ترلاسه کوي، خو دا چې دغه پيسې به د نوې هستوګنې پروګرام ټول لګښت تامين کړي، سنجول يې ګران کار دی.

د «مهاجرت سياست له پاره د اروپايي انستيتوت» څخه کارپوه هانه بايرنس په دې اړه وايي: «داسې کوم معتبر معلومات موجود نه دي چې وښيي د يوه کس د نوې هستوګن کيدو لګښت څومره دی.» خو بايرنس له دې سره سره وايي: «دغه ۱۰ زره يورو به کافي وي، خو په هغه صورت کې چې د آلمان او بلجيم هيوادونو په څير ورته مخکې له مخکې يو ښه منظم سیستم ترلاس لاندې نيول شوی وي. که منظم سيستم نه وي، بيا ډيرو پيسو ته اړتيا وي. هغه وخت به د یو کس په سر ۱۰ زره يورو، يوازې د پروګرام يوه کوچنۍ برخه تر پوښښ لاندې وشي نيولی.»

جیانا کارینا گرون / ع. ح / م. ک. ص

د مهاجرت پر موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: