1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نوې کابينې څخه د نړيوالي ټولنې نوې غوښتنه

۱۳۸۸ آبان ۱۹, سه‌شنبه

په داسې حال کې چې په افغانستان کې خلک د نوي کابيني منتظر دي، په دي منځ کې نوي ولس مشر ته د اداري فساد د مخنيوي، ډاډمن امنيت د تامين او د يوې سالمي او کاري کابيني جوړولو لپاره د شپږو مياشتو ضرب الاجل ورکول کیږی.

https://p.dw.com/p/KSwL
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازی کای آیدې
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازی کای آیدېانځور: AP

نوى حکومت ته دا يوه نوي خبره ده چې د تيرو اتو کالونو وروسته له دغسې سياسي خبرداري سره مخامخ کيږي دغه خبر داري چې لومړى د امريکي د ولس مشر بارک اوباما له خولې راووت او وروسته د ملګرو ملتو د سرمنشي نه نيولي بيا د انګلستان او د ناټو د مشرانو له خوا بدرګه شو.

او کابل ته ئې داسې جوته کړه چې د دېنه وروسته بايد حامد کرزى هغه څه چې په خوله ئې وائې بايد په عمل کې ئې پلې کړي د وروستيو خبرداريو نه داسې خرګنديږي چې نړيوالې ټولنه په دې برخه کې جدي ده او د دېنه وروسته نوره د دې حوصله نلري، چې په دغه هيواد کې چې په اداري فساد کې ډوب دي خپل اتباع له لاسه ورکړي او يا په ملياردونو ډالر ولګوي.

دوي د کابل نه عملي ژمنې اخستل غواړي او د هرکار د اجرا لپاره به ورته شرطونه ږدي او ضرب الا جل به ورته ټاکي.

د حامد کرزې له دفتر نه په دې اړه په صادره شوې اعلاميه کې د بهرنيانو په دې شرطونو خواشيني ښودلي شويده او ويلي دي چې د ادراي فساد د مخنيوي په کارکې په خپل ټول امکانات په کار واچوي.

د ولسې جرګې غړى ببرک شينوارى د نړيوالې ټولنې دغه فشار ته د قدر په سترګه ګوري او وائې په دې وسيله به حامد کرزى دې ته چمتو شي چې مسلکي کابينه جوړه کړي او په عملي توګه اداري فساد له منځه يوسي.

دغه راز سياسي کارپوه احمد سعيدي وائي چې نړيواله ټولنه حق لري په افغانستان کې د امينت ترقۍ او پرمختګ لپاره سياسي شرطونه کيږدي دى وائې چې نړيوالو وليدل په تيرواتو کالونو کې نه امنيت ټينګ شو او نه اداري فساد ورک شو بلکه ورځ په ورځ حالات خرابيږي دى وائي اوس چې د نوې کابينې د جوړولو وخت دى بهرنيان د دې نه هم انديښمن دي چې هسې نه په کابينه کې په مصلحتي توګه جنګ سلاران او نامطلوب کسان وټاکل شي.

په داسې حال کې چې د حکومت پلويان د نړيوالې ټولنې اوسني اقدامات د پوځې قوتو د ايستلو لپاره يوه پلمه بولي خو عام خلک او سياست پوهان دغه فشار پرځآى بولي او وائې که چيرې حکومت د پخوا په شان خپل عادي چلند ته پريښودل شي هغه وعدې چې نوى ولس مشر خلکو ته وکړي دي يوه به هم عملي نه کړى شي.

جمال کوټوال

کتونکی: يحيی وردک