1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نيدرزاکسن صنعت به د مهاجرو مسلکي روزنه کوي

۱۳۹۶ مهر ۵, چهارشنبه

د آلمان د نيدرزاکسن ايالت فلزي او اليکترونيکي صنعت پناه غوښتونکو ته د مسلکي روزنې نوی پروګرام پېل کړ. د يادو اتحاديو په وينا دا په آلمان کي يو بېساری پروګرام دی.

https://p.dw.com/p/2kkQM
Afghanistan Ausbildung durch die Organisation Help in Herat
انځور: DW/S. Tanha

په نيدرزاکسن ايالت کي د فلز او اليکترونيکي آلاتو د صنعت سره تړلي د کارورکونکو اتحاديه غواړي چي په دغه ايالت کي پناه غوښتونکو ته د مسلکي زده کړو آسانتياوي برابري کړي.

د نيدرزاکسن د فلز صنعت د کار ورکونکو د سازمان رئيس فولکر شمېډټ د سه شنبې په ورځ په دې تړاو په هانوور ښار کي څرګندونې وکړې. د هغه په وينا پناه غوښتونکو ته د مسلکي روزنې ورکولو دغه نوی پروګرام چي راتلونکی کال به پېل سي او څو پړاونه به ولري. د شميډټ په وينا دغه پروګرام به په ټول آلمان کي تر اوسه بېساری وي.

د دغه پروګرام له مخي به پناه غوښتونکي وکولای سي چي لږ تر لږه د درو مياشتو له پاره په يوه صنعتي فابريکه، کارخانه يا شرکت کي عملي کار وکړي. بيا به دغه پناه غوښتونکي ته د لومړي سر مسلکي روزنه او پوه مسلکي روزنه ورکول کيږي.

د ياد صنعت سازمان په پام کي لري چي و شرکتونو ته د پناه غوښتونکو د روزلو په ترڅ کي د اضافي مصارفو له پاره په لومړي سر کي تر۵۰۰۰ يورو پوري مرسته ورکړي. په پام کي ده چي د مسلکي روزنې تر څنګ به پناه غوښتونکو ته د ټولنيزو موضوعاتو په تړاو هم روزنه ورکول کيږي.

ويل سوي چي د مسلکي روزنې دغه پروګرام ته په لومړي سر کي ۲۰۰ زره یورو ځانګړي سوي دي. صنعت غواړي چي د دغه پروګرام په مرسته په دغه ډګر کي د کارګرو د کمښت د ستونزي پر ضد هم مبارزه وکړي.

د نيدرزاکسن ايالت لومړي وزير شتېفان وايل د پناه غوښتونکو له پاره د يوه بېلگيز پروګرام خبره کړې ده. هغه ويلي چي د کار په بازار کي مهاجرو ته ځای موندل يوه ستونزمنه موضوع ده.

د فلز د صعنت د سازمان رئيس په عيني حال کي د هغو پناه غوښتونکو له پاره د تضمين سوې ويزې يا اقامې غوښتنه کړې ده چي په دغه پروګرام کي برخه اخلي. د هغه په وينا هغه پناه غوښتونکي چي درې کلنه مسلکي روزنه به ترلاسه کوي بايد ورته درې کلنه اقامه او وروسته د کاري ژوند له پاره دوه کلنه نوره اقامه ورکول سي.

زموږ له ارشيف څخه: