1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نيمروز ولايت کانديدان د لا زيات امنيت غوښتنه کوي

۱۳۸۹ مرداد ۲۲, جمعه

په نیمروزولایت کی ولسی جرګی ته د۳میرمنو په شمول ۱۱تنه سیالي سره کوي اوترټولوناامنه سیمي خاشرود،اودلارام ولسوالیومربوطات یادکړل شوي دي

https://p.dw.com/p/Omy9
گڼ شمېر کانديدان د امنيت د نشتوالي له وجي کمپاين نشي کولایانځور: DW

دامنیتی ځواکونوکمښت په نیمروزولایت کی یوه ستونزه، او دراروانوولسی جرګی ټولڼاکنوپه لړکی یوه اندیښنه یادیږی مګرپه دې سر بیره هم برخلاف اړونده مرکزي ادارې دپولیسوسږنی تشکیل دزیاتیدوپه ځای یوڅه تنقیص کړ.

داخبري دنیمروزمحلي چارواکو دافغانستان دټولټاکنوخپلواک کمیسیون مشرفضل احمدی معنوی ته دنیمروزمرکززرنج ښارکی وکړی کومه غونډه چه دولسی جرګی دکمیسیون په نوښت هلته دسلګونه ولسی مشرانو،اوولسی جرګی ته نوماندوپه ګډون جوړه سوی وه.

ډاکټرغلام دستګیرآزاد د نمروز والي په ټلفن سره دویچه ویله المان راډیو ته وویل چي په غونډه کی دولسی جرګی ټاکنو د اجرا په څرنګوالي بحث په امن دترسره کولولپاره یی ځینی وړاندیزونه هم وشوه.

دنیمروزوالی وایی دولسی جرګی لپاره په نیمروزکی۵۷ټاکنیزه مرکزونه په نظرکی نیولی شوی دی. چه له منځه یی ۱۵مرکزونوسیمی ناامنه دی. دوی ستونزه د مرکزي ادارې سر شریکه کړې وه:

« نه یوازی داچي مرکز یی اړونده سیمی امنیت ته توجه ونکړه بلکی زمونږدپوليسو شکیل هم ۳۰په سلوکی تنقیص شوچه دادټاکنوپه وړاندی یودامنیتی اندیښنوڅخه ده.

Wahl 2005 in Afghanistan: Wahlhelferin registriert eine Frau aus Kabul
امنيت د ټاکنو د شفافيت لپاره يو مهم عنصر بلل کيږيانځور: dpa-Bildfunk

په نیمروزکی دټاکنودخپلواک کمیسیون رئیس فیض محمد میرزا زاده هم ناامني دټاکنوپه وړاندی یوله ننګونوڅخه تائیدکړ. طمعه یې وښوده چه دمعنوی په ورتګ، اودخلکوشکایاتوپه اوریدوبه مرکزی اداره دټاکنوترڅنګ نورامنتی اسانتیاوی خلکوته چمتوکړی. نوموړي وويل:

«دلته معنوی صاحب ته وویل شوه چه ملی اردو،اوپولیس باید تقویه کړی شی ځکه نیمروزدهیوادله ناامنه ولایاتوهلمند،اوفراه سره ګډی پولی لری ناامنی یی دلته بدی اغیزی لرلی سی.»

په نیمروزولایت کی ولسی جرګی ته د۳میرمنوپه شمول ۱۱تنه سیالی سره کوی اوترټولوناامنه سیمی خاشرود،اودلارام ولسوالیومربوطات یادکړی شوه.

همدارازپه نیمروزکی ویل کیږی ناامنی دایران ،اوپاکستا ن سره دپولوشتون هم یولامل دی .دافغانستان دولسی جرګی رئیس له یوی اونی راهیسی غرب زون ولایاتوته دولسی جرګی ټاکنوپه وړاندی دموجوده ستونزودمخنیوی اوتیاریوپه غرض سفرراکړی تراوسه یی په هرات سربیره غور،فراه ،اونیمروزکی ولسی مشر انواومحلی چارواکوسره خبری کړی هعه وایی هرولایت کی لومړی شکایت ورته دټاکنوپه وړاندی دامنیت کمزوری وه.ځکه یی نوخلکوته په ډاډسره وویل ستونزی به یی مرکزی اداری سره شریکی کړی هریوسیمه کی به دپولس ،اوملی اردودموجودیت په صورت کی په خپل وخت دټاکنوصندق کیښول سی.

ليکونکی: شريف شرفيار

کتونکی: احمدولي اڅکزی