1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نيويارک د غونډو اصلي ټکی راکټي حملې دي

۱۳۹۱ مهر ۲, یکشنبه

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت اعلاو وکړ، چي افغانستان به د دوشنبې په ورځ د ملگرو ملتونو د ۶۷ عمومي غونډي په حاشيه کي د اسيا د زړه هيوادونو د غونډي مشر توب وکړي.

https://p.dw.com/p/16Cyn
انځور: UN

افغان ولمسشر حامد کرزي نن له يوه لوړپوړي افغان پلاوي سره نيويارک ته روان سو. کرزی به د سه شنبې په ورځ تر غرمې وروسته د ملگرو ملتونو عمومي غونډي ته د افغانستان د ضعيت په اړه وينا وکړي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت يوه وياند فرامرز تمنا د يکشبنې په ورځ(۲۰۱۲ کال د سپتمبر۲۳) په کابل کي يوه خبري کنفرانس ته وويل، چي د اسيا د زړه هيوادونو د غونډي هدف پر هغو ژمنو باندي ټينگار دئ، چي په افغانستان کي د ثبات او امنيت راوستلو په برخه کي سوي دي:«موږ هيله لرو چي په افغانستان کي منفي رقابتونه په مثبتو رقباتونو باندي بدل سي.»

د اسيا د زړه هيوادونو لومړۍ غونډه په ترکيه کي جوړه سوې وه. دغه غونډه د استانبول د غونډي په نوم مشهوره سوه. د استانبول د پروسې دوهمه غونډه سږ کال په کال کي جوړه سوه. په غه غونډه کي د افغانستان د گاونډيو هيوادونو لوړپوړو چارواکو گډون کړی وو.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، په پلان کي ده چي د سپتمبر د مياشتي پر ۲۶ نېټه په نيويارک کي د افغانستان او بريتانيا په شمول يوه درې اړخيزه غونډه جوړه سي.

د افغانستان په اړه د استانبول غونډه
د افغانستان په اړه د استانبول غونډهانځور: dapd

د ښاغلي تمنا په خبره د دې غونډي اصلي هدف په سيمه کي امنيتي انديښنې دي، او په دواړو غونډو، د اسيا د زړه هيوادونو او درې اړخيزه کي پر افغانستان باندي به د پاکستان د راکټي بريدونو په اړه انديښنې مطرح سي.

د دې ترمخه هم د افغانستان د بهرنيو چارو وزير د ملگرو ملتونو په امنيت شورا کي د پاکستان د ارکټي بريدونو په اړه خپله اندېښنه ښوولې ده.

د بهرنيو چارو وزارت وايي، چي اوس يوه پلاوي د هغو ورځپاڼو څېړنه کوي، چي له پاکستان څخه افغانستان ته را وړل کيږي.

په تيرو دوو اونيو کي د افغانستان په ختيځو ولايتونو کي داسي شکايتونه کيږي چي په پاکستانۍ ورځپاڼو کي د افغانستان د ملي منافعو ضد مطالب خپريږي.

ښاغلي تمنا وويل، چي ددې پلاوي تر څېړني وروسته به په دې اړه هم له پاکستاني چارواکو سره خبري وکړي:

«افغان پلاوی به تر څېړنو وروسته موږ ته خپل راپور وړاندي کړي، او د افغانستان له حکومت سره له سلا مشورې پرته هيڅ بهرنۍ رسنۍ نسي کولای چي فعالیت ولري. دا يو جرم دئ.»

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت لارښوونه کړې ده، چی تر دې وروسته بايد د افغانستان په ختيځو ولايتونو کي پاکستاني ورځپاڼو ته د وېش اجازه ور نه کړل سي.

حسين سيرت/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل