1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نيپال په دوهمه زلزله کي په لسونو انسانان وژل شوي

آژانسونه/ سيد رياض۱۳۹۴ اردیبهشت ۲۳, چهارشنبه

په نيپال کي دوهمي زلزلې هم ډېر انسانان وژلي او په زرونو يې ټپيان کړي دي. د سه شنبې ورځي په زلزله کي د امريکا متحدو ايالاتو د مرستو رسولو يوه څرخۍ الوتکه له اتو تنو سره ورکه شوې ده.

https://p.dw.com/p/1FP1Q
انځور: picture-alliance/epa/N. Shrestha

د سه شنبې په ورځ رامنځ ته شوي زلزله چې د ریشتر په کچه یې شدت ۷،۳ درجې وو، په نیپال، هند او تبت کې نزدې ۶۷ تنه وژلي دي. د ورکړل شوو رپوټونو له مخې د دغې زلزلې مرکز د نیپال د پلازمېني کتمندو او د ماونټ ایوریسټ د لوړو څوکو تر منځ وو.

د دغې زلزلې له کبله په نیپال کې د ځمکې ښویدنې پیښي رامنځ ته شوي او په زرونو ویریدلې خلک یووار بیا دې ته اړ شوي دي چې په کتمندو کې سړکونو ته راووځي.

د نیپال د کورنیو چارو وزارت د وینا له مخې د دغي نوي زلزلې له کبله ۲۰۰۰ تنه ټپیان شوي هم دي. په زرونو کسانو د چهارشنبې شپه تر شنه آسمان لاندې تیره کړه. چارواکي د هغي امریکايي څرخۍ الوتکي د پيدا کېدو په لټه کې دي چې د زلزلې په زون کې ورکه شوې ده.

اټکل کیږي چې د مرگ ژوبلو شمیر به لوړ شي، ځکه چې په همالیا کې د دغه پراته هیواد لیري پراته کلي او بانډونه تر خاورو لاندي کیدو رپوټونه ورکول کیږي.

تر دې د مخه د اپريل میاشتي پر ۲۵مه نېټه رامنځ ته شوې زلزله په تیرو اتیا کلونو کې په نیپال کې تر ټولو خونړۍ زلزلۍ وه، چې تر ۸۰۰۰ زیات کسان پکښې ووژل شول.

د امریکا متحدو ایالاتو د ځمکې پیژندني ادارې په وینا د اپریل میاشتې تر زلزلې وروسته د تیري ورځي زلزله سخته وه. د نیپال د کورنیو چارو وزارت په وینا د سندو پال چوک او دولک ولسوالیو ته سخت زیان رسېدلی دی. ويل شوي دي چې د چواترا ولایت د سندو پال چوک په ودانیو کې په ژوندي پاته شوو کسانو پسې لټون ادامه لري.

د سندو پال چوک، یوه چارواکي دیواکار کوریلا، رویترز خبري آژانس ته ویلي دي چې د سه شنبې د ورځي د زلزلې له کبله د ځمکې ښویدني درې پیښي رامنځ ته شوي دي.

په ورکي شوي الوتکي پسې لټون

د امریکا متحده ایالاتو پوځي پرسونل د ورکي شوي څرخۍ الوتکي د لټون په هڅه کې دي. دغه الوتکه په چاريکوټ سیمه کې د مرستي په عملیاتو بوخته وه. دغه سیمه یوه له هغو سیمو څخه ده چې د اپريل مياشتي د ۲۵ نیټې د ۷،۸ درجې زلزلې له کبله سخته ویجاړه شوې ده.

د متحده ایالاتو د پوځ یوه وياند ډگروال ستیو وارن، ویلي دي چې دغي الوتکي یوې سیمي ته مرستي رسولي دي او بل ځای ته د تگ په حال کې وه چې اړیکه ورسره قطع شوه. دغه وياند زیاته کړې ده چې د الوتکې د رالوېدو کومي نخښې نښانې نه دي لیدل شوي.

ستیو وران، په خپلو څرگندونو کې زیاته کړې ده چې دا احتمال شته چې الوتکي په داسې یوه ځای کې ناسته کړې وي چې د الوتکې عمله د مخابرې زیگنال یا نورو امکاناتو ته لاس رسی و نه لري.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب