1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نڅا په فسټيوال کي د وژل سوؤ ويرغونډه لمانځل کيږي

۱۳۸۹ مرداد ۹, شنبه

د المان په ښار ډويسبورگ کي تېره شنبه د لاف پېرېډ نومي د ټېکنو موسيقۍ د نڅا په فسټيول کي وارخطايي او ټېل ماټېل يوويشت انسانان وژلي او پنځه سوه نور يې ژوبل کړي وه

https://p.dw.com/p/OYqB
د پېښي ځای ته هره ورځ خلک د گلونو د گېډيو د ايښودلو لپاره راځي
د پېښي ځای ته هره ورځ خلک د گلونو د گېډيو د ايښودلو لپاره راځيانځور: AP

نن د شنبې په ورځ د المان په ښار ډويسبورگ کي په لسگونو زره انسانان د هغو يوويشتو وژل سوؤ کسانو وير کوي چي يوه اونۍ وړاندي په همدغه ښار کي د نڅا په فسټيول لاف پېرېډ کي وژل سوي وه. د وير مرکزي مراسم به د ښار په سالواتور نومي کليسا کي تر سره سي چي پکښي د المان د ولس مشر کرسټيان وولف او د لومړۍ وزيري انگېلا مېرکل تر څنگ گڼ شمېر نور مشران او د وژل سوؤ کسانو خپلوان برخه اخلي.

پداسي حال کي چي په سالواتور کليسا کي يوازي شپږ سوه کسان ځاييږي نو د ښار نور اوسېدونکي او د وير لپاره و ډويسبورگ ته راغلي نور کسان به د ښار په نورو کلېساؤ کي په وير غونډو کي برخه واخلي. د وير دغه مراسم د المان لومړي تلويزيوني کانال لخوا په ژوندۍ بڼه خپريږي او د ډويسبورگ په څلورو نورو کليساؤ کي به هم پر لويو تلويزوني پردو دغه خپرونې وښودل سي.

د قربانيانو په ياد کي شمعې بلي سوې
د قربانيانو په ياد کي شمعې بلي سوېانځور: AP

په ښار کي سخت امنيتي گامونه پورته کړل سوي دي او پوليس اټکل کوي چي ښايي په لسگونو زره انسانان په وير غونډو کي برخه واخلي. په وير غونډو کي به د مسيحي دين د دواړو مذهبو پروټسټانټ او کاتوليک استازي گډون وکړي. د ايسن ښار د اسقف نشين وياند اولريش لوتا وايي:

»دغه د وير مراسم به ډېر آرام وي، په ډېره خاموشه فضا کې به تر سره شي. په کي خپلوانو ته د دې امکان ورکول کيږي، چې هغوی خپل وير څرګند کړای شي.»

دا چي د خوښۍ په يوه فيسټيوال کي ددغسي غميزي رامنځ ته کېدل څنگه ممکنه سوه هغه پوښتنې دي چي لا يې جواب ندی موندل سوی. د فيسټيوال د جوړونکي تر څنگ د ډويسبورگ پر ښاروال سختي نيوکي کيږي چي گواکي د فيسټيوال د پلان پر وخت يې ښايي ټوله اړخونه په پام کي نه وه نيولي. د مسيحي ډيموکراټ گوند د کورنيو چارو وياند هانس پېټر اول د ډويسبورگ د ښاروال په اړه وايي:

»کله چې يو ښاروال د خپل ښار د وير په مراسمو کې ګډون نه شي کولای. په داسې حال کې چې يو ښاروال بايد د پوليسو لخوا وساتل شي، نو دې ته بايد فکر وشي. دغه حالت ته د پای ټکی يوازې د استعفا د لارې ورکول کېدای شي.«

د ډويسبورگ ښاروال آډولف زاورلانډ پر ده باندي لگول سوي تورونه نه مني. نوموړی غواړي چي پر خپله چوکۍ پاته سي او د پيښي په پلټنو کي مرسته وکړي. خو د نوموړي تر څنگ به د فيسټيول جوړونکی په نني مراسمو کي ونډه وانه خلي.

ليکونکی: احمدولي اڅکزی

کتونکی: نسيم صابر