1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نړيوالو رسنيو د فورمونو غونډه پای ته ورسېده

۱۳۹۰ تیر ۲, پنجشنبه

د دويچه وېله لخوا د نړيوال کېدنې، بشري حقونو او رسنيو د رول په هکله درې ورځنۍ غونډه پای ته ورسېده. د غونډي په وروستۍ ورځ د بشري حقونو د ملاتړ د نړيوال جال جوړولو وړانديز وسو.

https://p.dw.com/p/11i3g
اېريک بېټرمان
اېريک بېټرمانانځور: DW

د دويچه وېله عمومي رئيس اېريک بېټر من د خپلي ادارې له لوري د جوړي سوي درې ورځنيۍ غونډي په وروستۍ ورځ خپله وينا واوروله. نوموړي پر گډون والو ږغ وکړی چي د بشري حقونو څخه د دفاع لپاره يوه نړيواله ټلواله جوړه کړي.

« دا يوه ډېره ساده مقايسه کونه او پرتله کونه ده: هغه دا چي بېله بشري حقونو مدني ټولنې نه سي رامنځ ته کېدلای او بېله مدني ټولنو د عدلي، قانوني او اقتصادي مسؤنيت ناشونی دی. رسنۍ بايد دغو تړاؤنو ته انگېزه ورکړي.»

اېريک بېټرمن په خپله وينا کي په شوق و ذوق او لېوالتيا سره پر گډون والو ږغ وکړی چي د بشري حقونو په ترځ کي دي خپل ژورنالستيک مسؤليت پر ځای کړي. نوموړي زياته کړه چي، د بشري حقونو موضوع په نړيواله توگه د هر چا سره تړلې موضوع ده:

« زموږ په دغه کنفرانس کي د بشري حقونو نړيوال انځورونه تر سره سوه. د دغي لاري موږ د سياستوالو او د علمي نړۍ تر منځ او د اقتصاد او رسنيو تر منځ د آندونو د تبادلې اسانتيا برابرؤ.»

د درو ورځو په جريان کي په څه باندي پنځوسو بېلابيلو غونډو کي د انسانانو پر قاچاق، د انټرنټ پر آزادۍ او په لاطين امريکا کي د مخدرو توکو پر جگړو باندي خبري وسوې. گډون کوؤنکو ژورنالستانو ته د عملي ورکشاپونو آسانتيا برابره سوې وه. د بېلگي په توگه، په دې هکله چي يو ژورنالست څنگه د بشري حقونو د تيري په هکله راپور جوړولای سي بېله دې چي د قربانيانو حقوق تر پښو لاندي کړي.

خو هغه موضوع چي په ټولو غونډو کي ورباندي بحث وسو هغه د نوؤ رسنيو د رول او د هغوی د امکاناتو او گواښونو موضوع وه.

توماس ډېف چي د زمبابوې سره تړاو لري او د سويلي افريقا لپاره د ملگرو ملتونو د زريزي د کامپاين منسجم هم دی په خپله وينا کي يې وويل چي نوي رسنۍ د نړيوال پېوستون لپاره ډيري مهمي دي:

« دغه نوي رسنۍ زموږ لپاره د يوه ډېر مهم او اړين اوزار بڼه لري. تر څو انسانان د دولت او مدنيت به تناسب کي خپل آندونو تبادله کړلای سي.»

د تيونس سره تړاو درلودونکي يوې انټرنټ پاڼي يا بلاگ درلودونکي مېرمني چي د المان ږغ د گلوبل مېډيا د تر ټولو غوره بلاگ پر مخ بېؤنکي جايزه يې هم تر لاسه کړې ده، د فېس بوک د انقلاب په هکله يې وويل:

« دا دا فېس بوک يا انټرنټ يا ټويټر انقلاب ندی. دا د ملت او د ملت د کرامت پاڅون دی. په تيونس کي دغه پاڅون پر انټرنټ نه بلکه په کوڅه کي پېل سو. انټرنټ پدغه ترځ کي صرف د يوه مرستندويه اوزار رول درلودی.»

د گلوبل مېډيا فورمز يا د نړۍ والو رسنيو د بحثونو د فورمونو د راتلونکي غونډې موضوع به هم بشري حقونه وي. د نوموړې فورم بله غونډه به د 2012م مېلادي کال د جون په مياشت کي تر سره سي.

فون هاين ماتياس/ احمدولي اڅکزی
کتونکی: نجيب الله زيارمل