1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نړيوال تجارتي سازمان WTO خبري د ناکامۍ سره مخامخ سوې

۱۳۸۷ مرداد ۹, چهارشنبه

په ژنیو کي ډيره مايوسي موجوده ده ...

https://p.dw.com/p/EmnE
په ژنیو کي دنړيوال تجارتي سازمان WTO غونډه
په ژنیو کي دنړيوال تجارتي سازمان WTO غونډهانځور: AP

د نړيوال تجارتي سازمان WTO مشر پاسکال لېمي په معامله او خبرو اترو کښي د یوې سختي ماتي څخه خبري کوي . دغه فرانسوی د کلونو راهيسي د يوه نوي آزاد جهاني تجارت د نظم دپاره مبارزه کوي . خو په آخره کښي د پرمختيايي هيوادو د زراعتي محصولاتو د حمایې په برخه کي د اختلاف له کبله خبري د ناکامۍ سره مخامخ سوې .

دنړيوال تجارتي سازمان WTO غړو هيوادو پدې ډول ۱۳۰ مليارډه ډالره د لاسه ورکړې . دا هغه پيسې دي چه بايد د ګمرکي محصولاتو د کميدو د لاري سپما سوي وای . لېمي نسوای کولای ووايي، چه څه وخت به دجهاني تجارت په باب قاطع فيصله وسي .خو دی به بيا هم د جهاني تجارت د عصري کيدو دپاره مبارزه وکي .

لېمي پوهيږي چه نور،ژر يو توافق نسي رامنځته کيدای . د امريکا په متحده ايالاتو کي نوی جمهوررييس انتخابيږي ، او د تجربې له مخي د دموکراټ ګوند يو جمهوررييس په تجارت کي د حمايې طرفداره وي ، نسبت د هغه آزاديدوته . په هندوستان کښي هم په راتلونکي کال کي انتخابات تر سره کيږي ږ

دنړيوال تجارتي سازمان WTO د غونډي په آخره کي بيا زراعتي مسايل وه، چه غونډه يې د ناکامۍ سره مخامخ کړه . تر ټولو دمخه هندوستان او چين د بزګرانو دپاره د حمايوي تدابيرو غوښتونکي وه . خو دغه خبره بيا د امريکا د متحده ايالاتو دپاره د منلو وړ نه وه . دا چه څوک مسؤل ؤ، لېمي نه غوښتل د هغه نوم ياد کي .

دنړيوال تجارتي سازمان WTO په غونډه کي د اروپايي ټولني استازي برتانوی پيتر ماندلسن
دنړيوال تجارتي سازمان WTO په غونډه کي د اروپايي ټولني استازي برتانوی پيتر ماندلسنانځور: AP

په دغه غونډه کښي د امريکا دمتحده ايالاتو استازي سوزان شويب نه غوښتل د ناکامۍ څخه خبري وکي . دې وویل چه موږ ډير سره نژدې ؤ، او هغه څه چه امريکا وړاندي کړي دي ، اوس هم پر خپل ځای پاته دي . دې همدارنګه وويل چي په نړۍ کښي د خوراکي موادو د لوړي بيي د بحران له امله دا بې معنی ده چه سړی پر دې خبري وکي، چه څونه ډير او لوړ بايد ګمرکي محصولات وي .

شوېب وویل چه په ژنيو کښي ددې خطر موجود دی،چي کيدای سي د ۳۰ کلو مخکي نړيوال تجارتي نظم بيرته رامنځته سي .د اروپايي ټولني استازي پيتر ماندلسن وويل چه دا ډيره دردونکې ده ،چي دکوچنيو اختلافونو له کبله غونډه د نامامۍ سره مخامخ سوه ، او ويي ويل چه هغه تر ټولو دمخه غريبانو او پرمختيايي هيوادو ته ډير تاوان رسوي .

د جرمني حکومت هم په ژنيو کي د نړيوال تجارتي سازمان WTO د غونډي د ناکامۍ څخه خوابدي ښکاره کړې ده .

اوس ممکنه ده چه د جهاني تجارت د نظم په باب خبري به ددوبي تر رخصتيانو وروسته په مني کښي بيرته شروع سي . تيره اونی د سازش پر نوي وړانديز باندي کار وسو ،چي په هغه کي مهم صنعتي هيوادونه د زراعتي موادو او مالونو د ګمرکي محصولاتو پر کمولو باندي توافق ته سره ورسيدل .

په ۲۰۰۱ کال کښي په دوهه کي هم د جهاني تجارت يوه بله غونډه د ناکامۍ سره مخامخ سوې وه ، چه هغه بايد د نړيوال تجارتي سازمان WTO د ۱۵۳ هيوادو دپاره په جهاني تجارت کښي يو نوی نظم رامنځته کړی وای .