1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نړيوال وجهې صندوق د رييس نېونې د واک د خلا بېره رامنځ کړېده

۱۳۹۰ اردیبهشت ۲۶, دوشنبه

د نړيوال وجهي صندوق رييس دومينيک شتراوس کاهن په نيو يارک کي د پوليسو لخوا د زنابالجبر د هڅې په تور ونيول سو. د نوموړي د نېونې وروسته اوس پدغه نړيواله اداره کي د واک خلا رامنځ ته سوېده.

https://p.dw.com/p/11GfH
د شتراوس کاهن د نېونې منظر
د شتراوس کاهن د نېونې منظرانځور: dapd

په واشنګټن کي د پنسلوېنيا پر واټ د واقع نړيوال وجهې صندوق د دفتر لوړ پوړي کارکوؤنکي ډېر وارخطا دي. د نوموړې ادارې په مرکزي دفتر کي چي د سپينې ماڼۍ څخه په لږ واټن واقع دی د يوه اضطراري غونډي وروسته د دويمي وار وي. و کارکوؤنکو ته سخت هدایات سوي دي چي د ژورنالستانو سره خبري ونه کړي. د نړی وال وجهې صندوق اداره د يو ډول شاک لاندي ده.

هغه اداره د شاک په حالت کي ده چي په اصل کي د نړۍ پر اقتصادي بازارونو او د يورو د پول واحد پر زون د خلکو د اعتبار لپاره مهمه منبع ده. دغه ستونزه هغه وخت رامنځ ته سوه کله چي د نوموړې ادارې مشر دومينيک شتراوس کاهن د پوليسو لخوا ونيول سو. پر ده تور دی چي د هوټل د يوې کارکوؤنکې مېرمني سره يې د زنابالجبر هڅه کړې وه او بيا د هوټل څخه پداسي حال کي تښتېدلی ؤ چي خپل بعضي شخصي شيان لکه موبايل ټليفون ځندي پاته سوي ول.

شتراوس کاهن ته خپلو همکارانو د دغې ادارې د يوه ستوري په توګه کتل. خو له بلې خوا د فرانسې سره تړاو درلودنکی شتراوس کاهن د مېرمنو د شوق لرلو لپاره هم مشهوره ؤ. په 2008م مېلادي کال نوموړی هغه وخت تر سختنو نيوکو لاندي راغلی کله چي داسي تورونه رامخ ته سوه چي د خپلي يوې همکارې سره يې نامشروع اړيکي درلودلې. د دې تر څنګ پر نوموړي داسي نيوکي هم کېدلې چي کواګي دی په لويه کچه د تجملي او عياشۍ شوقي دی.

د نړيوال وجهي صندوق د نيول سوي رييس مياشتنۍ تنخواه د 35000 ډالرو په شاوخوا کي ده چي له دې کبله نوموړی پدې مشهوره دی چي د خپلو شتمنيو په مصرفولو کي هم چټک ؤ. ويل کيږي چي نوموړي د فرانس اير هوايي شرکت سره ځانګړی داسي قرارداد درلودی چي هر وخت د غوښتي وای ورته په هره الوتکه کي ځای ورکول کېدی. د واشنګټن په نامتو او لُکس سېمه جيورج ټاون کي نوموړي په 4 مليونه ډالره يو کور هم رانيولی دی چي د اقتصادي نړۍ د ستوري په توګه د نوموړي د نوم سره ښايي.

شتراوس کاهن د اروپايي ټولنې د اقتصاد د وزيرانو په غونډه کي
شتراوس کاهن د اروپايي ټولنې د اقتصاد د وزيرانو په غونډه کيانځور: Picture-Alliance/dpa

د کارپوهانو په موافق آند د 2007م مېلادي کال راهيسي چي شتراوس کاهن د نړيوال وجهي صندوق مشري په غاړه اخيستې ده د دغې ادارې مشهوري زياته سوېده. کارپوهان پدې آند دي چي د شتراوس کاهن په مشرۍ د نړيوال اقتصادي سيسټم دغه مهمه اداره پدې وتوانېدل چي د نړيوال اقتصادي بحران سره سره بيا هم خپل اعتبار وساتي.

شتراوس کاهن چي په خټه فرانسوی دی په هکله يې داسي اټکل کېدی چي د فرانسې د ولسمشرۍ په راتلونکو ټاکنو کي به کانديد وي. داسي ويل کيږي چي د يونان د اقتصادي مرستو په لړ کي د شتراوس کاهن و نظر او مشورې ته د پاريس تر څنګ برلين هم زيات اهميت ورکوی.

د شتراوس کاهن د نيول کېدو وروسته په اضطراري غونډه کي د ادارې معين جان ليپسکي د مشر په توګه وټاکل سو. د والسټريپ ژورنال نومي اقتصادي مجلې په راپور کي راغلي چي جان ليپسکي په خپل مسلک کي ډېر وارد او چټک ندی.

د شتراوس کاهن وکيل ويلي دي چي شتراوس بې ګناه دی او په محکمه کي به پر د لګول سوي تورونه رد کړي.

سينا رالف / احمدولي اڅکزی
کتونکی: محمد قاسم نوري