1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د نړيوال ځواک اوږدمهاله شتون ته اړتيا نه سته»

ميرويس جلالزی/ کابل۱۳۹۲ شهریور ۱۳, چهارشنبه

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په دغه هیواد کي د ناټو ځواکونو د عمومي قوماندان د وروستيو څرګندونو ډیره برخه ناسمه بللې ده. دوی وايي د دې توان لري چي د هيواد امنيت ته په یوازي سر اوږه ورکړي.

https://p.dw.com/p/19bir
Afghan policemen keep watch at a checkpoint where Taliban militants have kidnapped a female Afghan member of parliament, in Ghazni on August 14, 2013. Taliban militants have kidnapped a female Afghan member of parliament, officials said on August 14, in the latest example of prominent women being targeted in the country. Fariba Ahmadi Kakar and her three children were taken at gunpoint on August 10 in the central province of Ghazni on the main highway from Kandahar city to Kabul. AFP PHOTO/ Rahmatullah ALIZADA (Photo credit should read RAHMATULLAH ALIZADA/AFP/Getty Images)
Zum Thema - hohe Verluste afghanischer Sicherheitskräfte alarmieren die Natoانځور: Getty Images/Afp/Rahmatullah Alizada

جنرال دانفورد د سه شنبې په ورځ د انگلستان له ګارډین ورځپاڼي سره په مرکه کې ویلي ول چې د افغان ځواکونو تلفات په هغه اندازه زيات دي چي د «زغملو نه دي». او وړانديز يې کړی دی چي په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو نور څو کلن حضور ته اړتیا ده.

خو د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند صدیق صدیقي د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د اگست ۴) په کابل کي د ناټو د دغه قوماندان د خبرو په غبرگون کي وويل چي نه د افغان پولیسو د مرګ ژوبلي په اړه د ناټو شمېرې سمي دي او نه هم په افغانستان کې د بهرنیو سرتیرو اوږد مهاله شتون ته اړتیا ده.

صدیقي وویل، افغان پولیسو د جګړې په لومړۍ کرښه کي د نړۍ په کچه تر ټولو ویرونکي دښمن یعني نړیوال تروریزم ته ټټر ورکړی او دا په دې معنی ده چې دغه ځواک اوس تر بل هر وخت غښتلی شوی دی:

«جنرال دانفورد ویلي دي چې په او ونۍ کې د افغان پولیسو د مرګ ژوبلي شمیره سل تنه ده، دا خبره سمه نه ده او واقیعت نه لري، بله دا چې هغه ویلي دي چې د بهرنیو ځواکونو حضورته لا هم د څو نورو کلونو له پاره اړتیا ده. خو افغان ځواکونو ته د امنیت سپارلو له پاره یو مشخص چارچوب جوړ شوی او هغه ته باید درناوی وشي او په پام کې ونیول شي.»

افغان ځواکونوته د امنیت د لیږد پروسه روانه ده

ويل کيږي له هغه وخت راهیسي چې دغه لړۍ پیل شوې ده د افغان پولیسو د مرګ ژوبلي کچه هم لوړه شوې ده.
د کورنیو چارو وزیر عمر داود زي د دوشنبې په ورځ دا خبره افشا کړه چې له مارچ میاشتي راهیسي ۱۷۹۲ تنه افغان پولیس وژل شوي دي چې دا د نړۍ په کچه د پولیسو تر ټولو ډیره مرګ ژوبله ده.

خو د ناټو قوماندان جنرال دانفورد ویلي دي چې د افغان امنیتي ځواکونو وړتیا ته په کتو به وخت دې ته ځواب ووایي چې آیا ناټو په جون میاشت کي له جنګي رول څخه د افغان امنیتي ځواک د روزني او مرسته کوني رول ته د ور ګرزیدو له پاره پرحق وه که څنګه.

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د جنرال دانفورد په دغه خبره هم کلکه نیوکه کوي او وایي چې که یې له ژمني سره سم ورته افغان پولیس روزلي او سمبال کړي وای اوس به نه دومره امنیتي چلينجونه وای او نه هم د افغان پولیسو مرګ ژوبله. د دغه وزارت وياند وايي:

«نړیوالي ټولني چې کومي ژمني د افغان ځواکونو د روزلو په برخه کي کړي دي هغه باید عملي شي، که چیري د شیکاګو، لیزبن او توکیو د غونډو پرمهال شویو ژمنو ته وګورو د پلي کیدو په برخه کې یې نيمگړتياوي لیدل کیږي. د هغوی له لوري په ۲۰۱۰ کال کې د افغان ځواکونو د روزلو له پاره د روزونکو هغه شمیر چې ژمنه یي شوي وه تر اوسه نه دي رااستول شوي، تجهیزات تر اوسه په سمه توګه نه دي را استول شوي».

د کورنیو چارو وزارت وايي چې افغان پولیس ځواک د خپلي اصلي دندې یعني د قانون د تنفيذ پر ځای په یوه بیل ماموریت چې هغه له ترهګرو سره مخامخ جګړه ده ښکیل شوي دي. اوس مهال د افغانستان په ۵۰۰۰ سیمو کې ملي او سمه يیز پولیس ځای پر ځای دي.

افغان حکومت د خپل امنیتي ځواک له پاره تل د پرمختللو وسلو او هوايي ځواک د برابرولو غوښتنه کړې ده خو د کورنیو چارو وزارت په وینا نړیوالو متحدینو په دغه برخه کې د دوی له متواترو غوښتنو څخه اوږه خالي کړې ده.