1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نړیوال جام جایزې به کوم لوبغاړي وگټي؟

مسعود جهش (AFP, dpa, Reuters)۱۳۹۳ تیر ۲۱, شنبه

د نړیوال جام د غوره لوبغاړي جایزې ته په لسو نومول شویو لوبغاړو کې څلور آلماني او درې ارجنتایني لوبغاړي شامل دي. پر دې سربیره آلماني او ارجنایني گول ساتونکي د غوره گول ساتونکي جایزې ته کاندیدان دي.

https://p.dw.com/p/1CbeL
انځور: picture-alliance/dpa

د سرو زرو د توپ جایزې ته په نومول شویو لوبغاړو کې د بایرن مونشن څلور لوبغاړي شامل دي. په دغو لوبغاړو کې هالندی ارین روبل هم شامل دی. بل آلمانۍ لوبغاړۍ چې دې جایزې ته کاندید دی د دورتموند د لوبډلې غړی متس مومیلز، دی. نور کاندید آلماني لوبغاړي توماس مولر، توني کروز او فیلیپ لام دي.

توماس مولر تر اوسه پورې پنځه گولونه وهلي دي
توماس مولر تر اوسه پورې پنځه گولونه وهلي ديانځور: Reuters

مولر تر اوسه پورې په نړیوال جام کې پنځه گولونه وهلي دي. دا په دې معنی ده چې هغه باید د سرو زرو د بوټ د ترلاسه کولو له پاره نور گولونه هم ووهي. د سرو زرو پوټ هغه لوبغاړي ته ورکول کیږي چې په نړیوال جام کې یې تر نورو ډیر گولونه وهلي وي. د سرو زرو توپ بیا هغه لوبغاړي ته ورکول کیږي چې په نړیوال جام کې ښه ځلیدلی وي.

تر اوسه پورې په نړیوال جام کې تر ټولو ډیر گول وهوونکی د کولمبیا لوبغاړی جیمز رودریگز دی. هغه په دغو سیالیو کې شپږ گولونه وهلي دي.

نیمالر د غوره لوبغاړي او جیمز رودریگز د سرو زرو د پوټ جایزې ته نوماندان دي.
نیمالر د غوره لوبغاړي او جیمز رودریگز د سرو زرو د پوټ جایزې ته نوماندان دي.انځور: Reuters

درې ارجنتایني لوبغاړي

له ارجنتایني لوبډلې څخه پیاوړی نوماند لیونل میسي دی چې کیدای شي د سرو زرو توپ ترلاسه کړي. پر هغه سربیره جاویر مشیرانو او انجیل دې مریا هم د دې جایزې د ترلاسه کولو له پاره کاندیدان دي.

د برازیل له خوا نیمار د دې جایزې د ترلاسه کولو له پاره نومول شوی دی. هغه به د شنبې د ورځې په سیالي کې د مصدومیت له کبله و نه لوبیږي.

د سرو زرو پر توپ او بوټ سربیره د نړیوال جام تر ټولو غوره گول ساتونکي ته د سرو زرو د دستکشي جایزه ورکول کیږي. دغې جایزې ته د آلمان منول نویه، د ارجنتاین سیرگي رومیرو او د کوستاریکا کایلور نواز نوماندان دي.

لیونل میسي د غوره لوبغاړې جایزې ته سترگې په لار دی.
لیونل میسي د غوره لوبغاړې جایزې ته سترگې په لار دی.انځور: Reuters

د نړیوال جام د غوره ځوان لوبغاړي جایزې له پاره فرانسوي پاول پوگبا، رافیل وارین او د هالند میمفیس دیپي نومول شوي دي.