1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نړیوال جام د چهارشنبې ورځې تمریناتي لوبې

سید ریاض۱۳۹۳ بهمن ۲۲, چهارشنبه

د چهارشنبې په ورځ د کرکیټ نړیوال جام ته د چمتووالي په ترڅ کې څلور تمریناتي لوبې وشوې. په دغو سیالیو کې نیوزیلنډ جنوبي افریقا ته، زېمبابوې سریلانکا ته، آسترالیا متحده عربي آماراتو ته او پاکستان انگلستان ته ماتې ورکړه.

https://p.dw.com/p/1EZd5
انځور: G. Copley/Getty Images

د چهارشنبې د ورځې (د ۲۰۱۵م کال د فبرورې د میاشتې ۱۱مه) په سیالیو کې تر ټولو په زړه پورې پایله د زیمبابوې او سریلانکا د لوبډلو تر منځ سیالۍ وه. زیمبابوې د سریلانکا لوبډلې ته چې پیاوړې لوبډله شمیرل کیږي په اوو ویکټو ماتې ورکړه.

سریلانکا د ټاس یا پچې تر گټلو وروسته پخپله منډو جوړولو ته ملا وتړله او په ټاکل شویو پنځوسو اوورنو کې یې د ۸ لوبغاړو په سوځیدو ۲۷۹ منډې وکړې. د سریلانکا له لوري تر ټولو زیاتې منډې کارونراتني وکړي چې ۵۸ وي. د تري ماني او جې وردني ۳۰، ۳۰ منډې هم د پام وړ وې.

که څه هم د ۲۸۰ منډو هدف پوره کول او هغه هم د سریلانکا د پیاړولو بالرانو یا توپ اچوونکو پر وړاندې سخت بریښده خو د توقع برخلاف زیمبابوې یوازې د درو لوبغاړو په سوځیدو سره په داسې وخت کې دغه هدف پوره کړ چې لا هم ۲۸ توپونه پاتې ول.

د زیمبابوې له لوري تر ټولو زیاتې منډې مساکدزا وکړې. هغه پر ۱۱۹ توپونو د درو شپږیزو او اتو څلوریزو پر مټ ۱۱۷ منډې وکړې او د لوبې تر پایه ناسوځیدلی پاتې شو. د زیمبابوې بل لوبغاړی ټایلر وو چې ۶۳ منډې یې وکړې. د ویلیمز ۵۱ منډې هم د پام وړ وې چې تر آخره ناسوځیدلی پاتې شو.

په یوه بله لوبه کې نیوزیلنډ د سویلي افریقا لوبډلې ته په ۱۳۴ منډو ماتې ورکړه. نیوزیلنډ د ټاس تر گټلو وروسته د منډو جوړولو پریکړه وکړه او مخالفې لوبډلې ته یې د۳۳۲ منډو هدف وټاکه. خو په ځواب کې د سویلي افریقا لوبډله چې یوه له پیاوړو لوبډلو شمیرل کیږي، په ۴۵ اوور کې د ۱۹۷ منډو تر جوړولو وروسته وسوځیده. د نیوزیلنډ ټرینټ بولټ، د سویلي افریقا پنځه لوبغاړي وسوځول.

پاکستان بیا د انگلستان لوبډلې ته ماتې ورکړه. لومړې منډې انگلستان جوړې کړې او په ټاکل شوو پنځوسو اوورونو کې یې د اتو لوبغاړو د سوځیدو پر سر ۲۵۰ منډې جوړې کړې. د انگلستان له لوري تر ټولو زیاتې منډې رووټ جوړې کړې چې پر ۸۹ توپونو ۸۵ منډې وې. پر دې سربیره د بېلنس ۵۷ منډې هم د پام وړ وې. د پاکستان له لوري یاسر شاه د مخالفې لوبډلې درې او سهیل خان دوه لوبغاړي وسوځول.

که څه هم د ۲۵۰ منډو هدف د پاکستان په شان د لوبډلې له پاره دومره ستر هدف نه وو خو د پاکستان لوبډله هغه وخت تر فشار لاندې راغله چې د لسو په مجموعي منډو یې دوه لوبغاړي سوځیدلي وو. تر هغې وروسته هم پاکستاني لوبغاړي د انگلستان د بالرانو پر وړاندې نه ټینگیدل او د ۷۸ په مجموعي منډو یې څلور لوبغاړې بیرته ستانه شوي وو. خو وروسته بیا عمر اکمل او کپتان مصباح الحق لوبه راټینگه کړه. مصباح الحق د لوبې تر پایه و نه سوځید او ۹۱ منډې یې جوړې کړې. عمر اکمل هم ۶۵ منډې وکړې. په پای کې پاکستان، انگلستان ته په څلور ویکټو په داسې حال کې ماتې ورکړه چې لا هم ۷ توپه پاتې وو.

متحده عربي آماراتو بیا د آسترالیا له لاسه ماتې وخوړه. آسترالیا لومړی بېټنگ وکړ او په پنځوسو اوورونو کې یې د اتو لوبغاړو په سوځیدو سره ۳۰۴ منډې وکړې. د متحده عربي آماراتو لوبډله د چهارشنبې په ورځ په توپ اچونې کې بده نه وه، ځکه چې د آسترالیا اته لوبغاړي یې وسوځول. د آماراتو له لوري کرېشنا چندران او ناصر عزیز د آسترالیا درې، درې لوبغاړي وسوځول.

خو د توپ وهنې په برخه کې د متحده عربي آماراتو توپ وهونکي د آسترالیايي بالرانو پر وړاندې هیڅ ټینگ نه شول. یو وخت د ۹۹ په مجموعي منډو د آماراتو اوه لوبغاړي سوځیدلي وو. په پای کې د آماراتو ټوله لوبډله د ۳۱ اوور په لومړي توپ د ۱۱۶ منډو جوړولو وروسته وسوځیده او آسترالیا دغه لوبه د ۱۸۸ منډو په ستر توپیر وگټله.

په پام کې ده چې افغانستان به خپله دوهمه او وروستۍ تمریناتي لوبه د فبروري میاشتې پر دیارلسمه نېټه له متحده عربي آماراتو سره تر سره کړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب