1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نړی ستر مسلمان هيواد، اندونيزيا، خپل 560 کسيز پارلمان ټاکي

۱۳۸۸ فروردین ۲۰, پنجشنبه

د اندونيزيا د پارلمان د 560 څوکيو لپاره د 38 ګوندونود کانديدانوترمينځ سيالي ده . دغه پارلماني ټاکني به دا پريکړه هم آسانه کړي چي د جولاي د8 نيټي د جمهورۍ رياست ټاکنوته کوم ګوندونه خپل کانديدان ونوموي.

https://p.dw.com/p/HTmd
د اندونيزيايانو د پارلماني ټاکنو شور او ځوګ
د اندونيزيايانو د پارلماني ټاکنو شور او ځوګانځور: AP

د نړی ستر مسلمان هيواد، اندونيزيا، خپل 560 کسيز پارلمان ټاکي

د اندونيزيا د انتخاباتو د کمسيون لپاره د انتخاباتو د بهيرعملي کول له اکمالاتي پلوه ستره ننګونه ده. ځکه چي د ټاکنو څه ناڅه 700مليونه پاڼي بايد په 17000 ټاپو ګانو کي وويشلي شي . د اندونيزيا د پارلمان د 560 څوکيو لپاره د 38 ګوندونود کانديدانو ترمينځ سيالي ده . خو د هغو له ډلي څخه به ډير لږ ګوندونه په ملي پارلمان کي د شامليدو لپاره د۲،۵ فيصدو کچه پوره کړي. د مثال په ډول په يوه ولايت کي په عين ورځ څلورګوندونه د راغونډيدو اوځانونوته د تبليغاتواجازه لري، د هغو وار او ترتيب د انتخاباتو کمسيون ټاکي. د راييو له ورکړي څخه دري ورځي مخکي بايد انتخاباتي مبارزه پاي ته ورسيږي. د مارچ دمياشتي په نيمايي کي د ټاکنو د مبارزي په ترڅ کي د اندونيزيا جمهوررييس Susilo Bambang Yudhoyono له خلکوڅخه غوښتنه وکړه چي د ټاکنو مبارزه په سوله ايزه توګه ترسره کړي:

«زه ټولواندونيزيايانو ته غږ کوم، چي پريږدۍ چي د سږکال ټاکني په برياليتوب سره ترسره کړو. زه له ټولو هغو کسانو څخه چي د ټاکلو حق لري غوښتنه کوم ، چي د خپلو راييو له حق څخه استفاده وکړي . هيڅ څوک بايد د نورو لخوا د ټاکلو مخنوي ونکړي، او څوک ترفشارلاندي ونه نيسي ».

د « Yudhoyono» ديموکرات ګوند په دي ټاکنو کي مخکي دي. دا ګوند په 2001 کال کي تاسيس شو او د 2004 کال په ټاکنو کي يي څه ناڅه په سلوکي 7,5راييي ترلاسه کړي .له خلکونه د نظر پوښتني په وخت کي چي د مارچ د مياشتي په پاي کي وشوي، د نوموړي ګوند په سلوکي 24,3پلويان درلودل.

د دغي نظر پوښتني له مخي د پخوانۍ جمهور رييسي، Megawati Sukarnoputri ګوند ((Demokrasi Indonesia Perjuangan په سلو کي له17,3 راييو سره په دوهمه درجه کي راځي.

د سوهارتو د (Golkar) ګوند په سلوکي د 15,9 پلويانو له لرلو سره په دريم مقام کي وو، خوبايد وويل شي چي دا وړاند ويني ډيري وخت له رښتينو نتايجو سره سمون نه خوري، ځکه چي په سلوکي 20 راي ورکونکو لا پريکړه نده کړي چي څوک ټاکي. دغه پارلماني ټاکني به دا پريکړه هم آسانه کړي چي دجولاي د 8 نيټي د جمهورۍ رياست ټاکنوته کوم ګوندونه خپل کانديدان ونوموي .

اندونيزيا يو جمهوري نظام لري، او جمهوررييس په مستقيم توګه د ولس لخوا ټاکل کيږي . اوپه عين وخت کي حکومتي او دولتي مشر دی . نو يوازي هغه ګوندونه چي په سلوکي 25 رايي ورکونکي او په سلو کي 20 د پارلمان څوکۍ ترلاسه کړي کولاي شي چي د جمهورۍ رياست لپاره څوک ونومومي .د همدي لپاره همدا اوس د پردی ترشا د ګوندونو ترمينځ د اتحادونو د جوړولو لپاره خبري اتري رواني دي . که څه هم د اندونيزيا د وګړو په سلوکي له 90 څخه ډير مسلمانان دي خو پدغه هيواد کي اسلامي ګوندونو هيڅکله اکثريت نه دي ګټلي. د 2004 کال په پارلماني ټاکنوکي دوي په مجموعي ډول په سلوکي 38 رايي ترلاسه کړی. د اندونيزيا د څيړنو د انستيتوت LSI د معلوماتو له مخي اسلامي ګوندونواوس د خپلو پلويانو يوه برخه له لاسه ورکړيده ، او اوس يي د پلويانو شمير په مجموعي ډول په سلوکي 24 ته رسيږي . د څيړنو د دي انستيتوت غړي برهان ا لدين مهتدي وايي په يوه دين پوري تړاو په ټاکنوکي نقش نه لوبوي:

« د وګړو په نظر اسلامي ګوندونه يوازي ديني مسايلوته پاملرنه کوي. خو د ډيرو مسلمانانو لپاره د ټاکنو په وخت کي دا پريکړه چي چاته خپله راييه ورکړي دين کوم نقش نه لوبوي . همدا د اسلامي ګوندونو د کمزورتيا ټکي دي . ځکه چي دوي پدي ندي بريالي شوي چي د هغو موضوعګانو په هکله چي د راي ورکونکو لپاره مهمي دي وغږيږي . د مثال په ډول د روغتيايي چارو، د خوراکي شيانو د بيو، د زده کړي، اودغه ډول د نورو مسايلو په هکله څه نه وايي. د دوي ترمينځ د رفاه اوعدالت ګوند يوه استثناء دی . دا ګوند ښه متشکل او له انظباط او دسپلين څخه برخه من دی، څرنګه چي د 2004 کال په پارلماني ټاکنوکي يي په سلوکي د 7 راييو له ګټلو سره د جمهور رييس Yudhoyonos ديموکرات دګوند ترڅنګ د يو بريالي ګوند په توګه بلل کيده. دا ګوند د انتخاباتي مبارزي لپاره د موضوعاتو لکه «اداري فساد اوبي وزګاري سره مبارزه او د ښه حکومت کولو څرنګوالي» په ټاکلو کي ښه درک لري.

پاسوک/اميري

کتونکي: حکيم