1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
هنر

د نړۍ تر ټولو تیره او قیمتي چړې

۱۳۹۸ مرداد ۲۱, دوشنبه

پخوا به د دمشق ماهره اهنګرانو ډیرې تیره تورې او چړې جوړولې، خو اوس یو آلمانی پښ(اهنګر) د عصري تخنیک په مرسته داسې تیرې چګړې جوړوي چې تر ۴۰۰۰ یورو پورې قیمت لري.

https://p.dw.com/p/3Nlut
Messer Nesmuk
انځور: picture-alliance/dpa/B. Roessler

۴۵ کلن شایدلر، د خپل «سوپر خنجر» نوم نیسمُک ایښی دی. شایدلر، د وسلو تاریخ لوستلی دی او تر۳۰۰۰ کاله پخوا پورې یي د هغې د جوړولو ترکیب زده کړ. نوموړي په خپل ورکشاپ کې دغه پخوانی هنر دوباره را ژوندی کړ.

شایدلر وایي: «ویل کیدای شي چې چړې یا چاقوگان یو د نړۍ له تر ټولو پخوانیو ابزارو څخه دي. د پښ(اهنګرانو) له خوا د چاقو جوړول د لرغوني کلتور یوه برخه پاتې شوې ده.»

د سوریي په دمشق ښار کې جوړیدونکي چړې او تلوارونه د خپل تیزوالي او انعتاف پزیرۍ له کبله په ټوله نړۍ کې بی ساري ګڼل کیدل.

شایدلر او ملګري یي د اوسپنې څو تختې یو د بل د پاسه ږدې او دیرش دیرش سانتي متره یي پریکوي. بیا د اوسپنې دغه فولادي تختې چې ډیر سخت حرارت ورته ورکول شوی دی په پرله پسې ډول یو د بل د پاسه ږدې او تر ۴۸۰ ځله پورې دا عمل تکراروي.

د ابتدایي کار تر بشپړیدو څو ورځې وروسته شایدلر د دې تختې پر هندسي جوړښت کار کوي. که د اوسپتې دغه جوړه شوې تخته هر څومره نرۍ وي، د پریکولو توان یي همدومره ډیر او تیز وي.

چړې یا خنجر ته د خاص شکل ورکولو له پاره هغه په مخصوصو تیزابو کې ډوبوي. د چړۍ پریکونکې برخه چې څومره تیره کیږي همدمره ښایسته کیږي هم.

د آلمان په دریسدن ښار کې د «فراون هوفر» په نوم دغې ادارې یا ورکشاپ کې ډیر پرمختللي امکانات هم موجود دي. د دغو چړو په جوړونه کې هم له لاسي صنعت او هم له عصري ماشين الاتو څخه استفاده کیږي.

د نیسمُک د یوه چاقو بیه ۴۰۰۰ یورو ده. د دې چاقو تیغ یا پریکونکې برخه دومره تیره وي، چې حتی د انسان ویښته هم په منځ دوه کولی شي.

دویچه ویله اردو/ ش.ن/ن.ز