1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نړۍ تر ټولو خوشبخته ميندي په ناروې کي ژوند کوي

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ اردیبهشت ۱۷, پنجشنبه

د يوه معتبره خيريه سازمان څېړني ښيي چي د نړۍ په ۱۹۷ هيوادونو کي تر ټولو خوشبخته ميندي په ناروې او تر ټولو په بد وضعيت کي د ايتوپيا ښځي دي.

https://p.dw.com/p/1FM2A
انځور: picture-alliance/dpa

خيريه سازمان «کوچنيان وژغورئ» (Save the Children) په نړۍ کي دې نتيجې ته رسېدلی دئ چي ناروږۍ ميندي تر ټولو ښه او ايتوپايي ميندي تر ټولو په بد وضعيت کي ژوند کوي. دغه سازمان د نړۍ په ۱۷۹ هيوادونو کي د ميندو وضعيت څېړلی دئ.

د دغي څېړني اصلي ټکي دا ول چي: د ميندو عمر څومره دئ، تر پنځه کاله د کښتو کوچنيانو مړينه څرنگه ده، د کورنۍ د هر نفر پر سر عائيد څو دئ او د هر هيواد په حکومت کي ښځي څومره ونډه لري.

په دغو هيوادونو کي چي دغه څېړنه تر سره سوې ده ناروې لومړی مقام گټلی او د پروسږکال لومړی هيواد فنلند دوهم ځای نيولی دئ.

د دغي څېړني د ليست په سر کي سږ کال هم سکانديناوي هيوادونه ول: ايسلند دريم، ډينمارک څلورم او سويډن پنځم ځای نيولی دئ. تر دې وروسته د دغه ليست په لومړيو لسو هيوادونو کي هالند، هسپانيا، آلمان، استراليا او بلجيم راغلي دي.

په دغه څېړنه کي فرانسې او بريتانيا ۲۳ او ۲۴ ځايونه نيولي دي. امريکا متحد ايالات بيا ډېر کښته په ۳۳ ځای کي راغلی دئ. په امريکا کي د ميندو وضعيت، تر پولند او اوکراين هم بدتره ښوول سوی دئ.

د «کوچنيان وژغور» سازمان په راپور کي راغلي دي چي په امريکا متحدو ايالاتو کي د زېږون پر مهال له هرو ۱۸۰۰ ميندو څخه يوه ئې مري، چي دا په پرمختللو هيوادونو کي هغه هيواد دی چي تر ټولو ډېري ميندي پکښي مري.

د دغه سازمان د رئيسې کارولين مايلز، په خبره له دې څېړني څخه څرگنديږي چي يوازي د يوه هيواد قوي اقتصادي وضعيت د دې لامل نسي کيدلای چي ميندي دي ښادي وي. دې هدف ته د رسېدو له پاره بايد نورو لاري چاري برابري سي.