د نړۍ تر ټولو زوړ صدراعظم بیا غواړي ځان کاندید کړي
۱۳۹۸ اسفند ۱۰, شنبهپه مالیزیا کي تر یوې اوونۍ حکومتي بحران ورسته یو تحول: اوسني صدراعظم، ماهاتیر محمد اعلان وکړ، چي دئ د دریمي دورې صدراعظمۍ له پاره هم په اختیار کي دی. ماهاتیر وویل، چي ده د پخواني حکومتي اییتلاف د مهمو نمایندگانو سره لیدلي او « اوس مطمیینه دی، چي لازمي رايي به په لاس راوړي، ترڅو د پارلمان ملاتړ ولري.) ځکه یې نو په خبره اماده دی، چي د یوې بلي دورې لپاره ځان کاندید کړي. وايي، د خپل دغه تصمیم څخه یې د مالیزیا پاچا ته خبر هم ورکړی دی.
خو ماهاتیر دا واضح نه کړه، چي ایا دئ به پخوانی د «هیله مندۍ په نامه اتحاد» بیرته جوړ کړي، کوم چی د ۲۰۱۸ کال په انتخاباتو کي یې دده په کامیابۍ کي ډیر رول بازي کړی ؤ. هغه وخت ماهاتیرد خپل پخواني حریف، انور ابراهیم سره اتحاد وکړ او پدې ډول سره یې د هغه له خوا جوړ سوی حکومتي اتحاد له منځه یووړی، کوم چي پر مالیزیا یې په ۱۹۵۷ م کال کي د هغه د استقلال راهیسي حکومت کاوه. خو دغه اتحاد د ادري فساد او اختلاس په یوه سخته رسوايي کي دخیل ؤ.