د نړۍ تر ټولو قوي پاسپورټونه ـ ۲۰۲۰ کال
د هېنلي پاسپورت اندکس وېبپاڼي د ۲۰۲۰ کال له پاره د ۱۹۹ هيوادونو پاسپورتونه ارزولي چي ورباندي په کوم شمېر هيوادونو ته بې وېزې سفر کيدلای سي. دا چي افغانستان او ګاوندي هيوادونه يې پر کوم نمبر دي، دلته يې وګورئ:
۱۰ مقام ـ سلوواکيه، ليتوانيا او هنګري (۱۸۱ هيوادو ته بې وېزې)
درې اروپايي هيوادونه سلواکيه، ليتوانيا او هنګري پر لسم نمبر راغلي او پاسپورټ لرونکي يې ۱۸۱ هيوادونو ته بې له مخکنۍ ويزې سفر کولای سي.
۹ مقام ـ کاناډا، نيوزيلند، چيک جمهوريت، آستراليا (۱۸۳ هيوادو ته بې وېزې)
د دغو هيوادونو وګړي و ۱۸۳ هيوادونو ته بېله مخکنۍ ويزې سفر کولای سي.
۸ مقام ـ امريکا، بريتانيا، ناروې، يونان او بلجيم (۱۸۴ هيوادو ته بې وېزې)
د امريکا متحده ايالاتو پاسپورټ لرونکي کولای سي چي ۱۸۴ هيوادونو ته بېله دې چي مخکي له مخکي يې ويزه ولري سفر کولای سي. تېر کال امریکا په شپږم مقام ؤ او دغه کال ۸ مقام ته راټيټ سوی هيواد دی.
۷ مقام ـ سويس، پورتګال، هالند، آيرلند او اُتريش (۱۸۵ هيوادو ته بې وېزې)
د غه پنځه هيوادونه په مشترکه توګه پر ۷ مقام راغلي او پاسپورت لرونکي يې بېله مخکنۍ ويزې ۱۸۵ هيوادونو ته سفر کولای سي.
۶ مقام ـ سوېډن، فرانسه (۱۸۶ هيوادو ته بې وېزې)
د دغو دوو هيوادونو تابعيت او پاسپورت لرونکي کولای سي چي ۱۸۶ هيوادونو ته بېله ويزې سفر کړي.
۵ مقام ـ هسپانيا، لوگزامبورگ، دنمارک (۱۸۷ هيوادو ته بې ويزې)
د دغو هيوادونو وګړي کولای سي چي بېله دې چي ويزه ولري و ۱۸۷ هيوادونو ته سفر وکړي.
۴ مقام ـ ايتاليا، فنلند ( ۱۸۸ هيوادو ته بې ويزې)
د ايتاليې او فنلند هيواد پاسپورټ لرونکي کولای سي چي ۱۸۸ هيوادونو ته سفر وکړي، بېلې دې چي مخکي يې ويزه ولري.
۳ مقام ـ آلمان، سويلي کوريا (۱۸۹ هيوادو ته بې ويزې )
سويلي کوريا او آلمان د قوي پاسپورتونو په دغه سيالي کي دريم مقام خپل کړی او وګړي يې ۱۸۹ هيوادونو ته سفر کولای سي. د سويلي کوريا مقام دريم خو د ورور هيواد شمالي کوريا مقام يې ۱۰۰ دی چي وګړي يې صرف ۳۹ هيوادونو ته بې ويزې سفر کولای سي.
۲ مقام ـ سينګاپور (۱۹۰ هيوادو ته بې ويزې)
د سينګاپور هيواد پاسپورت چي د کوم چا سره وي، نو و ۱۹۰ هيوادونو ته بې ويزې سفر کولای سي.
۱ مقام ـ جاپان (۱۹۱ هيوادو ته بې ويزې سفر)
جاپانيان کولای سي چي ۱۹۱ هيوادونو ته بې له مخکنۍ ويزې سفر وکړي او په دې توګه د دغه هيواد پاسپورټ هم د نړۍ تر ټولو قوي پاسپورټ بلل کيږي. جاپان د نړۍ د اکثرو هيوادونو سره ښې اړيکي لري او له دې کبله يې وګړو ته حتی بېله ويزې په اکثرو هيوادونو کې ښه راغلاست ويل کيږي.
۸۴ مقام ـ هند (۵۸ هيوادو ته بې ويزې)
هنديان د نړۍ ۵۸ هيوادونو ته بېله ويزې سفر کولای سي.
۴۱ مقام ـ ايران، ايريتريا، کانګو جمهوريت، بنګله دېش (۹۸ هيوادو ته بې ويزې)
د دغو څلور هيوادونو وګړي و ۹۸ هيوادونو ته بېله مخکنۍ ويزې سفر کولای سي.
۱۰۴ مقام ـ پاکستان، سوماليا (۳۲ هيوادو ته بې ويزې سفر)
د پاکستان او سوماليا هيواد وګړي و ۳۲ هيوادونو ته بې ويزې سفر کولای سي او په دې توګه د دغو هيوادونو پاسپورټونه د تر ټولو کمزورو پاسپورټونو څخه دي. سوريه پر ۱۰۵مقام او عراق پر ۱۰۶ مقام راغلی هيواد دی چي وګړي يې و ۲۹ او ۲۸ هيوادونو ته بې ويزې سفر کولای سي.
۱۰۷ او تر ټولو آخري مقام ـ افغانستان
د دغې ارزونې له مخي د افغانستان پاسپورټ د نړۍ تر ټولو کمزورې پاسپورټ دی چي ورباندي يوازې ۲۶ هيوادونو ته بېله مخکنۍ ويزې سفر کيدلای سي.