1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نړۍ تر ټولو لرغونی هنري اثر موندل شوې

۱۳۹۸ آذر ۲۱, پنجشنبه

په اندونیزيا کې څيړونکو د نړۍ تر ټولو لرغونې اثر موندلی دی. په يوه غار کې کښل شوی دغه انځور انسانان د ښکار په حالت کې ښيي. دا انځور چې کابو ۴۴ زره کاله قدامت لري، د الپ په غرونو کې د موندل شوې مجسمې څخه هم پخوانی دی.

https://p.dw.com/p/3Ugby
SPERRFRIST Vermutlich älteste Jagd-Malerei in Indonesien entdeckt
انځور: picture-alliance/dpa/Griffith University/R. Sardi

د آسترالیا  له «گریفت» پوهنتون څخه ماکسيم اوبيرت او ادم برروم  راپور ورکوي، چې دغه د غار انځور انسانان د حيواناتو د ښکار په حالت کې ښکاره کوي. دغه لرغون پيژندونکي «نيچر» په مجله کې د موندل شوي دې لرغوني هنري اثر په اړه په دي ټينګار کوي، چې دا تر اوسه له موندل شويو هنري توکو څخه تر ټولو پخوانی دی.

 هغوی ويلي چې دغه لرغونی انځور کابو ۴۳ زره او ۹۰۰ کاله قدامت لري او له څلور نیمو مترو څخه زيات لوړوالي لري. په دغه انځور کې د انسانانو کړه وړه حيواناتو ته ورته والې لري او څيرې يې لکه کربوړي، مار او يا مرغيو ته ورته دي. دوی په نيزو سره د خوگانو او غوايانو د ښکار په حالت کې انځور شوي.

د انسانانو او حيواناتو په دغه انځور کې توربخن سور رنګ کاريدلې دی.

SPERRFRIST Vermutlich älteste Jagd-Malerei in Indonesien entdeckt
انځور: picture-alliance/dpa/Griffith University/R. Sardi

پر ديوال دغه ویستل شوی انځور د دغه هيواد په سویل کې د سولواسي په ټاپو کي موندل شوی. بيرت او بوروم د دغه انځور د عمر معلومولو له پاره «د اوران توريم ډيتنگ» له میتود څخه چې د توکو د لرغونتوب د معلومولو راديو ميتريک سيستم دی، کار اخيستی دی.

 څیړونکی بوروم د دې هنري توکي په اړه وايي: «لرغونو اندونیزيايانو د هنر په برخه کې داسی هستونې درلودلې چې احتمالاً د انسانانو او حيواناتو ترمنځ یې روحاني فکر تر هغه ډېر دمخه چې په اروپا کې دغه ډول هنرونه رامنځته شي، انځور کړی دی.»

تر دې مهاله د دغه ډول ترکیبونو تر ټولو پخوانی هنري نقش يا انځور د «زمري سړي» په نوم مجسمه ده چې په ۱۹۳۹ م کال کې دآلمان د اولم ښار په شمال ختيځ کې په هولشټين شټديل غار کې موندل شوی.

 دغه مجسمه چې ۳۱ سانتی متره ده، د ماموت يا لرغونو فيلانو له غاښو څخه جوړې شوې ده او يو انسان ښيې چې سر او غړي يې د زمري ده. دا مجسمه شا او خوا ۴۰ زره کاله پخوانې ده.

زموږ له آرشيف څخه: