1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نړۍ د اقتصادي فورم سږنې غونډه به څه لاسته راوړني ولري؟

۱۳۹۶ بهمن ۴, چهارشنبه

په داوس کې د نړيوال اقتصاد ۴۸غونډه پيل شوې ده. په سږنۍ غونډه کې سياسي موضوعاتو ته ډيره پاملرنه کيږي، ځکه دا ځل پکښې ډير سياستوال هم گډون کوي چې ترمپ هم پکښې شامل دی.

https://p.dw.com/p/2rPuV
Schweiz Weltwirtschaftsforum WEF in Davos
انځور: Reuters/D. Balibouse

په داوس کې د نړيوال اقتصاد ۴۸غونډه پيل شوې ده. په د نړيوالي اقتصادي غونډې (WEF) سږنی شعار «په ويشل شوې نړۍ کې گډ راتلونکی» خلک مجبوروي چې غونډې ته ځير شي. دا شعار په لومړي سر کې د هغو څخه په څرگند ډول د ځان د راټولو هڅه ښکاري چې د عوامپالنې او نيشنليزم پلوي کوي. ځکه د دواس په دې فورم کې چې د سويس تر ټولو ستر اقتصادي سازمان دی، د نړۍ د اقتصاد لوړ قشر سره را جمع دی چې غواړي تجارتونه یې په نړيواله کچه ترسره شي.

خو دا فورم به دومره بريالی نه وی که چیرې یې د يوه سازمان په توگه تل روښانه دريځ خپلولی. همدا ده چې سږ کال دې غونډې ته چوکات نیشنلستانو ورکړې دی. د مثال په توگه د هند لومړي وزیر نريندرا مودي چې ځان ته هندو نيشنلست وايي، د غونډې پرانستونکي وينا واوروله او د جمعې په ورځ به یې پای ته د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ راشي. ترمپ چې تل وايي «America first » یا «امريکا لومړيتوب» لري.

دا کوم تضاد نه دی

خو د نړيوال اقتصادي فورم د بنسټ ايښوونکي او مشر کلاوس شوابه له پاره دا د دې غونډي له ارزښتونو سره په تضاد کې نه واقع کيږي، بلکې برعکس. دی داوس ته د يوه داسې مناسب ځای په سترگه گوري چې مختلف نظر لرونکي سره پر يوه ميز راټوليږي او د مثال په توګه د نړيوالې همکارۍ پر موضوع خبري کوي. دی زياتوي: «دلته پر سوداگرۍ، چاپيريال، د ترهگرۍ پر ضد مبارزې او د ماليو پر سسټمونو او په تجارتي برخه کې د سيالۍ پر وړتيا خبري کيږي. له دې امله دا ډيره مهمه ده چې ولسمشر ترمپ هم دلته موجود وي.»

تيرکال د چين ولسمشر شي جين پينگ په دې غونډې د آزاد تجارت پلوي وکړه که څه هم چې دا روښانه ده چې حکومت یې د لگښت ساتنې تگلاره غوره کړې ده، ځکه غواړي د خپل اقتصاد ځينې برخې له نړيوال رقابت څخه وساتي.

Schweiz Klaus Schwab PK in Cologny bei Genf
د نړيوالې اقتصادي غونډې بنسټ ايښوونکی کلاوس شوابانځور: Reuters/P. Albouy

لوړ لگښت

ترمپ د امريکا متحدو ايالاتو يوازنی سياستوال نه دی چې په دې فورم کې گډون کوي، بلکې د نوموړي د کابينې نور اته غړي چې د بهرنيو چارو وزیر ريکس تيلرسن هم پکښې شامل دی، په غونډه کې برخه اخلي. د دوی د سفر د لگښتونو په اړه رسمي شمیرې نه شته خو د سويس د يوې ورځپاڼې د اټکل له مخه یې لگښت ۴۰ ميليونه امريکايي دالر دی. ورځپانې دې ته اشاره کړې ده چې پخواني ولسمشر بل کلنټن په ۲۰۰۰م کال کې له د کابو ۱۵۰۰ اضافي امنيتي پرسونال سره داوس ته سفر کړی وو.

د ترمپ او مودي ترڅنگ د نړۍ د تقريباً۷۰ دولتونو او حکومتونو مشران هم دې غوندې ته راځي چې په هغوی کې د آلمان صدراعظمه انگلا ميرکل، د فرانسې ولسمشر ايمانويل مکرون، د بريتانيا لومړۍ وزیره تیریسا می او د اروپايي ټولنې د کميسيون مشر جان کلود يونکر شامل دی.

د نړيوال اقتصادي فورم څخه بورگه برينده  وايي چې په سږنۍ غونډه کې له افريقا څخه د لسو دولتونو او حکومتونو مشران، له منځني ختيځ څخه ۹ او د لاتين امريکا شپږ مشران گډون کوي. همدا راز د ۴۰ نړيوالو ټولنو مشران، د ملگرو ملتونو، د پيسو د نړيوال صندوق او د نړيوال بانک مشران هم په غونډه کې  گډون کوي.

د بحث د سونو پرانستو او نيمه پرانستو غونډه ترڅنگ به په داوس کې په لومړي ځل د بندو دروازو تر شا هم خبرې اترې ترسره شي. په دغه «ديپلوماتيکي غونډو» کې به پر نړيوالو بحرانونو، د سوريې، کوريا او منځني ختيځ څخه نیولې د افريقا د ښکر تر شخړو پوري  خبري وشي.

د نړيوالتوب ستونزي

په داوس کې د نړيوال اقتصاد دا غونډه که څه هم چې د نړۍ د شتمن او قدرت لرونکي قشر غونډه بلل کيږي، خو دا د نړيوال کيدو پر ستونزو د فکر او خبرو اترو زمينه هم برابروي. د چاپيريال د ککړتيا، د زيرمو د ناانډوله ويش او د ټولنیزو سستمونو د راتلونکي په اړه هم په دې غونډه کې بحثونه ترسره کيږي. د غونډې په ۳۰۰۰ گډونوالو کې ډير ساينس پوهان هم شامل دي.

کلاوس شوابه د نړيوالتوب د ستونزو په هلکه وويل: «نن زموږ د نړيوال سسټم د له منځه تلو حقيقي خطر موجود دی. خو بدلونونه ژر نه راځي. دا اوس پر موږ ده چې د نړۍ حالت ته مثبت تغير ورکړو ـ نړيوال اقتصادي فورم هم همدا دنده لري.»

Andreas Becker (B.S/N.Z)

زموږ له آرشيف څخه: