1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نړۍ صحتمنده ښځه په ۱۱۷ کلنه کې مړه شوه

۱۳۹۶ شهریور ۲۷, دوشنبه

د نړۍ صحتمنده ښځه ویولت براون، په خپل پلرني ټاټوبي جمایکا کې مړه شوه. هغې چې ۱۱۷ کاله عمر لره د خپل اوږد عمر راز ځانګړي خواړه بلل. هغې به هره ورځ درې هګۍ خوړلې.

https://p.dw.com/p/2kCA4
Jamaika Violet Brown Älteste Frau der Welt gestorben
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Simpson

د نړۍ تر ټولو زړه ښځه مړه شوه. د Jamaica Gleaner د ورځپاڼې د رپوټ له مخې ویولت براون، چې د جمایکا اوسیدونکي وه د تیرې جمعې په ورځ (د ۲۰۱۷م کال د سپتمبر ۱۵) د ۱۱۷ کالو په عمر د مونتګو بي، په روغتون کې له دې نړۍ سترګې پټې کړې. دغه میرمن څه موده وړاندې د زړه د ناروغۍ له کبله روغتون ته وړل شوې وه.

د جمایکا لومړي وزیر اندرو هولنس، پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي دي: «جماییکا پر میرمن براون باندې ویاړي. هغه یو څوک وه چې نورو ته به یې روحیه بخښله. د خدای قدرت او لطف د دې سبب شو چې هغه تر یوې پیړۍ زیات ژوند وکړي. روح یې ښاد!»

هره ورځ درې هګۍ

وروسته له هغې چې ایټالوۍ میرمن اما مورانو، د اپریل میاشتې په لومړیو کې ومړه، میرمن براون د نړۍ تر ټولو زړه ښځه وه. خو مورانو د ۱۸۹۹م کال د نوامبر میاشتې په ۲۹ نیټه نړۍ ته سترګې پرانیستې وې او د ویولت براون په څیر په ۱۱۷ کلنۍ کې مړه شوه.

میرمن براون د ۱۹۰۰م کال د مارچ میاشتې په لسمه نیټه زیږیدلې وه. هغې د خپل اوږ عمر راز ځانګړي خواړه بلل. هغې د اپریل په میاشتې کې د «جماییکا ګلینر» په نوم ورځپاڼې ته ویلي وو چې هره ورځ د چرګې درې هګۍ خوري چې دوه به یې اومې وې.

ګني او کلیسا

ویولت براون د خپل ژوندانه ډیره برخه د ګنیو په پټیو کې په کار تیره کړې وه. هغې څو کاله په کلیسا کې هم فعالیت درلود. هغه پر دې باور وه چې دغه دوه کارونه یې هم د ژوندانه د اوږدیدو سبب شوي دي.

میرمن براون درې زامن او دوې لوڼې درلودې. مشر زوی یې د تیر کال په اپریل میاشتې کې په ۹۷ کلنې کې مړ شو. د (Gerontology) په نامه د څیړنیز مرکز د معلوماتو له مخې اوس جاپانۍ میرمن نابي تاجیما، د نړۍ پر مخ تر ټولو زړه انسانه ده. هغه د ۱۹۰۰م کال د اګست میاشتې په څلورمه نیټه زیږیدلي ده.