د نړۍ مهم خبرونه په متن او انځور کې
«د کندهار پر هوایي ډگر د برید په پایله کې ۳۷ تنه وژل شوي»
د کندهار پر هوایي ډگر باندې د افغان چارواکو په حواله د تندلارو طالبانو په برید کې لږ تر لږه ۳۷ تنه وژل شوي دي. د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د دفاع وزارت ویلي دي چې پر دې سربیره نور ۳۵ تنه ټپیان شوي هم دي. د دفاع وزارت له لوري وړاندې ویل شوي دي چې نهه بریدگر وژل شوي، یو ټپي دی او یوتن له هم د امنیتي ځواکونو سره مقاومت کوي.
پاکستان او افغانستان غواړي د تروریزم پر ضد گډه مبارزه وکړي
د افغانستان او پاکستان تر منځ پر ترینگلو اړیکو سره سره، افغانستان او پاکستان غواړي د تروریزم پر ضد مبارزه کې گډ کار وکړي. افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان له لومړي وزیر سره په اسلام آباد کې د افراطیت پر ضد د «آسیا زړه کنفرانس» د پرانیستنې پر مهال پر دې خبره ټینگار وکړه چې دلته د یوې تل پاتې او عادلانه سولې خبره مطرح ده. نواز شریف وویل چې تروریزم او افراطيت د ټولو گډ دښمن دی.
فون دیر لاین پاکستان ته د آلماني وسلو د ورکړې غوښتنه رد کړه
د آلمان د دفاع وزیري اورزلا فون دیر لاین پاکستان ته د سفر پر مهال په سیمه کې د گډې همکارۍ پر سر ټینگار کړی دی. د پاکستان د پوځ له مشر جنرال راحیل شریف سره د ملاقات پر وخت هغې ویلي چې د تروریزم پر ضد مبارزه کې د پوځي اقداماتو تر څنگ یوه سیاسي پروسه مهمه ده. فون دیر لاین د تروریزم پر ضد مبارزه کې پاکستان ته د آلمان د ملاتړ ډاډ ورکړ، خو پاکستان ته یې د خپل هیواد له لوري د وسلو د ورکړې غوښتنه رد کړه.
یونان په سلونو کډوال بیرته خپلو ټاټوبو ته استوي
یونان په دې اقدام پیل کړی دی چې له مقدونیا سره پر پوله ایسار کډوال بیرته خپلو هیوادونو ته واستوي. د پولیسو یوه ویاند ویلي چې مهاجر په سرویسونو کې آتن ته بیول کیږي څو له هغه ځایه بیرته خپلو هیوادونو ته واستول شي. شا او خوا ۱۲۰۰ مهاجر چې زیاتره یې پاکستانیان، مراکشیان او ایرانیان دي له اوونیو راهیسې له مقدونیا سره د یونان پر پوله بند پاتې دي، ځکه چې مقدونیا د هغوی د وړاندې سفر مخه نیولې ده.
سوریایي پاڅون کوونکي له حمص ښار څخه وځي
د سوریې له حکومت سره د یوه رامنځ ته شوې موافقې له مخې پاڅون کوونکو د حمص په کلابند ښار کې چې د هغوی تر کنترول لاندی له وروستۍ ناحیه ده، څخه پر وتلو پيل کړی دی. لکه څرنگه چې لندن میشته د بشري حقونو د څارنې سوریایي سازمان ویلي دي چې د ټولو ۲۰۰۰ پاڅون کوونکو او د هغوی د کورنیو د غړو څخه به د چهارشنبې په ورځ ۷۵۰ کسان له دغه ښار څخه راوایستل شي. .
د پاریس دریم ځانمرگی برید کوونکی تشخیص شوی
فرانسوي پولیسو دریم کس چې د نومبر میاشتې پر دیارلسمه نېټه په پاریس کې د باتکلان د کنسرت په سالون کې یې ځان الوزولی وو، تشخیص کړی دی. د فرانسې د پلازمېنې پاریس د پولیسو د کړیو له معلوماتو له مخې دغه کس د شتراسبوگ څخه ۲۳ کلن فواد محمد آغاد دی. زیاته شوې ده چې نوموړی تندلاری د ۲۰۱۳م کال په پای کې له خپل ورور او ځینو دوستانو سره سوریې ته تللی وو.