1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نړۍ په بل هيڅ هيواد کي کوچنيان داسي نه زوريږي لکه په افغانستان کي

۱۳۸۷ تیر ۱۴, جمعه

کومارا سوامي: «د افغانستان ملي پوليسو او پوځ ته هم ماشومان ور جلب سوي دي، چي هلته بيا جنسي تيری هم ورباندي کيږي.»

https://p.dw.com/p/EWPS
افغان ماشومان
افغان ماشومانانځور: DW

د ملګروملتو ځانګړي استازي په کابل کي د يوې خبري غونډي په ترځ کي په ډاګه کړې چي د نړۍ په بل هيځ يو هيواد کي ماشومان دونده نه زورول کيږي لکه په افغانستان کي

راديکا کوماراسوامي د کوچنيانو او وسلوالو نښتو په برخه کي د ملګروملتونو د عمومي منشي ځانګړي استازي په افغانستان کي تر شپږو ورځو تيرولو ورسته د پنجشنبې په ورځ په کابل کي خبريالانو ته وويل: په کابل کي تر شپږو ورځو تيرولو وروسته راته ښکاره سوه چي افغان ماشومان د خندا دپاره ډير وخت ته اړتيالري، تيرو او روانو جګړو يو زيات شمېر ددوی څخه وژلي، معيوب کړي او يا تر فشار لاندي نيولي دي.

کومارا سوامي کوم شمېر په ډاگه نه کړی، خو دا يې څرگنده کړه چي په تيرو څو مياشتو کي د هغو ماشومانو شمېر ډېر سوی دی، چي د حکومت مخالفي ډلي په جگړييزو چارو کي ځني کار اخلي. دې په ډاگه کړه، د طالبانو له پلوه هم واړه هلکان د ځان وژونکو په ډول استعماليږي.

په القاعدې شبکې پور مربوط يوه ويډيو ښي چي کوچنيان و قربانۍ ته اماده دي
په القاعدې شبکې پور مربوط يوه ويډيو ښي چي کوچنيان و قربانۍ ته اماده ديانځور: AP GraphicsBank

کومارا سوامي وويل:« دا يو دردونکی حالت دی، موږ د جگړو د ټولو برخوالو، په تيره بيا د حکومت له دښمنانو څخه هيله کوو، چي داسي تدبيرونه غوره کړي، چي په جنگونو کي د کوچنيانو د برخه اخيستني څخه ډډه وسي.

نوموړي استازي دا خبره هم سپينه وکړه، چي د افغانستان ملي پوليسو او پوځ ته هم ماشومان ور جلب سوي دي، چي هلته بيا جنسي تيری هم ورباندي کيږي.

د بلي خوا بيا د ملگرو ملتو له قوله، کوچنيان په جگړوکي د ښکېلو ټولو اړخونو لخوا په زندانونو کي هم اچول سوي او کيږي، خو هيڅوک نه پوهيږي چي په کوم شمېر کوچنيان په بنديخانو کي پراته دي، حتا په هغو زندانونو کي چي د امريکايي ځواکونو او حکومت لخوا اداره کيږي.

د کوچنيانو لپاره د ملگرو ملتونو ځانگړې څانگه UNICEF بيا باور څرگندوي، چي ماشومان حتا ترجگړو هم له سختو کړاوونو سره مخامخ دي.

د ملگرو ملتونو د2007 ميلادي کال په رپوټ کي هم دا يادون سوې وه، چي ماشومان آسانه هدفونه دي. دوی په تيره بيا په عراق او افغانستان کي د ياغيانو لخوا د دوو موخو، يو د ځان وژونکو او بل د سړکونو پر سر د ښخېدونکو بمونو لپاره کارول کيږي.

يو ټپي کوچنی په روغتون کي د پلار په غېږه کي
يو ټپي کوچنی په روغتون کي د پلار په غېږه کيانځور: AP

رپوټ زياتوي، افغان ماشومان د نړيوالو هوايي ځواکونو د عملياتو په نتيجه کي هم وژل سوي، ټپي سوي، بې کوره سوي او معيوب سوي دي.

د افغانستان د پوهني د وزارت د احصايي له مخه تر شپږو مليونو زيات نجوني اوهلکان ښوونځيو ته ځي چي له دې جملې څخه 40 په سلو کي نجوني دي. خو د وسلوالو طالبانو او نورو حکومت دښمنه ډلو لخوا پر ښوونځيو باندي پرله پسې گذارونو د پوهني پرمختگ له گواښ سره مخامخ کړی دی.

د خپاره سوي رپوټ له مخه، په تېرو18 مياشتو کي311 گذارونه پر ښوونځيو سوي دي، چي د زده کوونکو، ښوونکو او نورو کارکوونکو څخه يي 84 تنه وژلي او 115 تنه يي زخمي کړي دي او په سلهاو ښوونځۍ له ډاره تړل سوي دي.

کوماراسوامي وړاندي په ډاگه کړې، افغانستان ته د دې د تگ علت دا دی، چي د

MRM (Monitoring and Report Mechanism) په نامه يوه داسي اداره منځ ته راولي، چي د امن نړيوالي جرگي ته د ماشومانو او تودوجگړو په اړه د شپږو ډيرو سختو سرغړونو څخه خبر ورکړي: د ماشومانو وژل او معيوبول؛ ماشومان پوځ او جگړو ته رابلل؛ پر ماشومانو باندي جنسي تيری کول؛ د ماشومانو تښتول او برمته کول؛ پر ښوونځيو او روغتونونو باندي حملې کول او ماشومانو ته د بشري لاس رسي مخه نيول. دا اداره به د ملگرو ملتونو تر څارني لاندي کار کوي، خو د غيردولتي موسسو انجوگانو غړي به هم پکښي شامل وي.

د ملگرو ملتونو د رپوټ له مخه، د6,26 مليونو افغانانو د جملې څخه نيمايي برخه يي تر 18 کلنۍ کښته او نژدې 6 مليونه يي تر 5 کلنۍ کښته دي.

يونيسيف وايي چي افغانستان په نړۍ کي د سراليون څخه وروسته دوهم هيواد دئ چي ډير کوچنيان پکښي مري او د هرو 1000 ژوندو زېږېدلو له جملې څخه 165 تنه مري.