1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نړۍ په ډيرو هيوادونو کي نجونو ته د زده کړي حق نه ورکول کيږي

۱۳۸۸ خرداد ۲۸, پنجشنبه

د يونيسيف د رپوټونو له مخه د نړۍ په شاوخوا 770 مليونه بې سواده کسانو کي دوه پر دريمه برخه يې ښځي دي...

https://p.dw.com/p/ISsw
په کينيا کي د یو لومړنی ښوونځی زده کونکي
په کينيا کي د یو لومړنی ښوونځی زده کونکيانځور: DW /Maya Dreyer

څه موده د مخه يونيسف د ښځو د نړيوالې ورځې په مناسبت نيوکه وکړه چې لاهم په افريقا او جنوبي آسيا کې د نجونو پر مخ د لومړنيو زده کړو دروازې تړلې دي. يونسيف د مارچ په مياشت کې څرګنده کړيوه چې په افغانستان کې د هرو سلو تنو هلکانو په وړاندې يوازې 61 نجونې ښونځي ته ځي. په پاکستان کې دغه شمير د سلو تنو هلکانو په وړاندې يوازې 85 دی. په جنوبی آسيا کې زياتره نجونې له لومړنيو زده کړو پرته لوييږی، چيرې چې د لومړني ښوونځي په عمر 23 مليونه نجونې ښونځي ته نه ځي او په دې توګه تر هلکانو پنځه مليونه زيات.

همدا ډول په لويديځه او منځنی افريقا کې هم د نجونو او هلکانو تر منځ توپیر ګڼل کيږی. د يونيسيف د رپوټونو له مخې د نړی د څه د پاسه 770 مليونو بيسواده کسانو دوه پر دريمه برخه ښځې دی.

د رپوټونو له مخې د جنسيت له پلوه د لومړنيو زده کړو په لور د توپير کموالی ډير ورو پرمختګ کوی. په دې توګه په اکثرو پرمختلونکو يا د ودې په حال کې هيوادونو کې په وروستيو تيرو کلونو کې ښونځي ته د نجونو شامليدل زيات شويدی.

د يونيسيف د رپوټونو له مخې ښونځي ته د شمول د نويو شميرنو څخه څرګنديږی چې د هرو 100 هلکانو په وړاندی 97 نجونې ښونځي ته شامليږی.

يونيسيف د نجونو لپاره د زده کړې په بشری حقونو او له تحقير څخه د نجونو په ساتنه ټينګار کوی. د ماشومانو سره د ملګرو ملتونو د مرستې ټولنه يا يونيسيف وايی چې په پرمختلونکو هيپوادونو کې په لومړنيو زده کړوکې د نجونو د برخې نه اخيستنې ستر يا بنسټيز لاملونه لا هم بی وزلی، د ماشومانو کار، وختی واده او اميدواره کيدل او همدا ډول په کورنی او ښوونځي کې د نجونو په وړاندی توپير دی.

دغه مرستندويه ټولنه زياتوی، هرڅومره چې يوه مور ډيره موده په زده کړه بوخته وی او په ښونځي کې يې زده کړه کړی وی، هغومره د ماشومانو د مړينې شمير کميږی. هر يو کال چې يوه نجلی زده کړه کوی او واده نه کوی او ماشوم نه زيږوی، د ماشومانو د مړينې شمير په سلو کې لس کميږی. زده کړه دغه راز د ايدس د ناروغۍ په وړاندی يو ډول «واکسين» هم دی. هرڅومره چې يوه نجلی زده کړه وکړی، هغومره يې د پوهې کچه لوړيږی او پر ځان حاکمه کيږی او د ناوړه استفادې په وړاندی ټينګار او مقاومت کولی شی.

سهيلا حسرت نظيمي

کتونکی. زيارمل