1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نګهبان شورا نن د ايران د ټاکنو په هکله پريکړه کوي

۱۳۸۸ تیر ۸, دوشنبه

دڅو ورځي نسبي آرامی نه وروسته ، څنګه چی په تهران کی عینی شاهدان وايي نن بیا دمظاهره کونکو او امنيتي ځواکونو ترمنځ نښتي او اخ اوډبونه رامنځ ته شوي دی...

https://p.dw.com/p/Id6g
د تهران په کوڅو کي لاريون کونکي د پوليسو سره د اخوډب پر مهال دغه انځور د ايران څخه زموږ اوريدونکو او لوستونکو راليږلی دی.
د تهران په کوڅو کي لاريون کونکي د پوليسو سره د اخوډب پر مهال دغه انځور د ايران څخه زموږ اوريدونکو او لوستونکو راليږلی دی.انځور: AP

ويل کیږی چی پوليسو دمخالُینو دپلويانو دتیت او پرک کولو دپاره داوښکی بهونکي ګازو څخه کار اخیستی . او دمظاهره چیانو پر مخ يي پولیسو لاری هم بندی کړی . څو ورځي يو څه کراري وه خو نن بیا دموسوی پلویان واټونو ته راوتلی. دآلمان ددوهم تلوزيون خبريالۍ انيا هايدي دآلمان دبهرنی سیاست دټولنۍ دايران دچارو دکار پوه Konjstantin Kosten سره دا؛يران دروانو پيښو په هکله مرکه کړې او په لومړي سر کي څني پوښتي په روان وخت کی له ايران څخه زمونږ خبریالان اجازه نلري چی مونږ ته دحالاتو به اړه ربوټونه را واستوی . ستاسی له نظره به دايران درژيم سیاسی مخالفین تر څه وخته پوری به وشی کړای خپل داعتراض غږ پورته کړی ؟ مونږ نن په يو رپوټ کی ولیدل چی دایران امنیتي ځواکونه دمظاهره چیانو په مقابل کي له زیات تشدد څخه کار اخلی.

کوستين وايي په هر صورت ستونزی زیاتیږی. همدااوس سړی وینی چی مخالفین سره يو لاسی ندی. له دوي څخه دتشکيلاتو مهم وسايل اخیستل شوی . حتي دوی اوس نشی کولای چي دانترنيت له لاري خلک اعتراضونو او مظاهرو ته راوغواړي .خو پخپله حکومتی مقامات په ټولو ممکنه وسایلو سره هڅه کوی چی دمخالفینو دراغونډیدلو مخه ونيسی.

داچي د هغو ادعاو په اړه چي ويل کیږی چي په ایران کی بسیجیانو دمخالفینو پلویان او مظاهره کونکی له روغتونو نو څخه نیولي. آيا دا کار به دوی ددولت به هدایت سره کړی وی. کوستين وايي د د ی امکان شته . دابه آسانه خبره نهو ی چي سړی ووايی کوم کار ددولت په هدايت سره کیږی او کوم کار نه خو کله چی سړی دانقلاب دمشر يا دنورو چارواکو خبري اوري ، نو کيدای شی چی دغه کار ددولت دمسولینون به هدايت سره شوی وی.

د بسيجیان په اړه چي څو ک دی کوستين زياته کړه. دوی مليشاو ته ورته يو سازمان بلل کیږی. دوي داسی تنظیم شوي ډلۍ دی چي دايران په ټولو ښارونو کی داسلامی قوانینو او مقرراتو درعايتولوڅارنه کوي او دوی يو لړ ټولنيزي دندی هم لری . او دايران درژیم دپاره دوي يوه ډيره اغيزمنه وسیله بلل کیږی.

د نن ورځي د څارونکې جرګه ګۍ يا شورای نګهبان د پریکړي په اړه کوستين خپل نظر داسي څرګندوي. زه داسی ګومان نشم کولای چی څارونکی جرګه ګی به کومه د هيرانتيا وړ نوی پریکړه وکړی. فکر کيدای شی چي څارونکی جرګه ګی به د ايران د انقلاب د مشرایت الله علی خامنه يی رايه تاید کړی او ټاکني به قانوني وګڼي.

Heyda,Anja/ ضياالحق فضلي

کتونکی. زيارمل