1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نیجر په دښته کې په لسونو مهاجر له تندي مړه شوي

۱۳۹۶ خرداد ۱۲, جمعه

له ګهانا او نیجرڅخه تښتیدلې ۴۴ مهاجر د لیبیا پر لور د خپل سفر په اوږدو کې د نیجر په یوه دښته کې د لارۍ ډوله موټر د خرابوالي له امله له تندې مړه شوي دي. سور صلیب وايي چې په قربانیانو کې ۶ ماشومان هم شامل دي.

https://p.dw.com/p/2e0zU
Afrika überladener LKW in der Sahara
انځور: imago/alimdi

د نیجر په شمال کې د ښاروالۍ او د سره صلیب د خیریه سازمان چارواکو د پنجشنبې په ورځ وویل چې له دې پیښې یوازي شپږ کسان ژوندي پاتې شوي دي. د هغوی په وینا دغه پنځه نارینه او یوه ښځه توانیدلي دي چې د اچیګور تر ښاره پورې پیاده ځانونه ورسوي او وروسته بیا په دې ښار کې ژغورل شوي دي.

له غربي افریقايي هیوادونو څخه د اروپا پر لور د تښتېدونکو مهاجرو له پاره د نیجر لار ډیره مهمه ګڼل کیږي.

د مهاجرت نړیوال سازمان د شمیرو له مخې یوازي تیر کال د دې هیواد له لارې کابو ۳۳۰ زره مهاجر د لیبیا اړوند مدیتراني ساحلي سیمې ته رسیدلې دي.

د رواني می میاشتې په پیل کې د پنځو ماشومانو په ګډون اته تنه نور مهاجر هم په دې دښته کې مړه موندل شوي وو. دوی غوښتل چې له دې لاري ځانونه الجزاير او بیا اروپا ته ورسوي.

د یادولو وړ ده چې تیره میاشت ایټالیا او آلمان د لیبیا او نیجر پر پوله باندي د اروپايي ټولني د ماموریت د ځای پر ځای کولو غوښتنه وکړه، څو د مهاجرو د تګ او قاچاق مخه ونيسي.

ipj/rt (Reuters, AFP, AP, dpa)

زموږ له ارشيف څخه: