1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نېلسن منديلا لومړی تلين لمانځل کيږي

کلاوس/ احمد ولي اڅکزی۱۳۹۳ آذر ۱۴, جمعه

د نېلسن مندېلا تر مړيني يو کال وروسته د هغه په هيواد سويلي افريقا کي سياسي بحران حاکم دی. د ولسمشر زوما او اپوزيسيون تر منځ لانجې ادامه لري.

https://p.dw.com/p/1Dzma
انځور: Reuters/S. Sibeko

نېلسن مندېلا په ټوله نړۍ کي د آزادي غوښتونکي مبارز او د آزادۍ او سولې د يو سمبول په توګه پېژندل کيږي. هغه د انسانانو تر منځ د مساواتو د غوښتني او د خپل سياسي دريځ په خاطر ۲۷ کاله بند تېر کړ. نېلسن مندېلا غوښتل چي په سويلي افريقا کي د سپين پوستو لږکۍ له تور پوستو سره تبعيض او «اپارتايد» ته د پای ټکی کښېږدي. نوموړي په ټوليزه توګه ۶۷ کاله د خپل هيواد له پاره خدمت وکړ. په لومړي سر کي د خپلواکي غوښتونکي مبارز او وروسته د يو بندي او سياستوال په توګه.

د مندېلا د مړيني يو کال پوره سو. د هغه په نوم رامنځ ته سوي بنسټ د مندېلا د لومړي تلين په ترڅ کي د شور يوه ننداره وړاندي کړه. په دغه کي تر هرو درو آرامو دقيقو وروسته درې دقيقې او ۷ ثانيې شور جوړل کړل سو. د ډيرو سويلي افريقايانو له پاره دغه شور د غفلت د خوب څخه د راوښېدو يو ږغ دی. هغه په دې وجه چي په دغه هيواد کي د شلو کالو سابقې باوجوده ډيموکراسي له ستونزو او ګواښونو سره مخامخ ده.

«غل» او «جنايتکار» ولسمشر

څو وخت تر مخه د سويلي افريقا په پارلمان کي د اپوزيسيون د EFF ګوند يا د اقتصادي آزادۍ د مباريزينو د ګوند استازي ولسمشر زوما ته رد و بد وويل. هغه په لوړ آواز سره دولتي مشر او د ANC يا د افريقايي ملي کانګريس د ګوند رئيس زوما ته د «غل» او «جنايتکار» خطاب وکړ. ANC هغه ګوند دی، چي پخوا يې نېلسن مندېلا مشري کوله.

تر هغه وروسته چي د پارلمان د رئيس په غوښتنه د اپوزيسيون سياستوال د خپلو رد و بد ويلو څخه لاس نه واخيست، نو هغه پوليس راوبلل.

پارلمان ته پوليس راننوتل او د پوليسو او پارلمان د استازو تر منځ وهل ټکول شروع سول چي له کبله يې د بعضو پارلماني استازو پوزي وينې سوې او د بعضو مخونه وپړسېدل.

همدا وو چي په پارلمان کي د اپوزيسيون استازو په احتجاجي نعرو پېل وکړ چي و پارلمان ته د پوليسو را ننه ايستل د شرم وړ عمل وو. خو په دغه احتجاجي نعرو کي د کيڼ اړخي توندلاري ګوند EFF استازي يوازي نه ول، بلکي ورسره د ديموکراټيک الاينس DA د ګوند استازي هم ملګري ول. دغه دواړه ګوندونه په سويلي افريقا کي د اساسي قانون د بحران څخه خبره کوي.

لاوسن نايدو چي د بشري حقونو يو فعال او د سياسي چارو کارپوه دی، وايي چي که نېلسن منډېلا ژوندی وای، هيڅ امکان نه وو، چي د سويلي افريقا په پارلمان کي دا ډول وضعيت رامنځ ته سي. هغه وايي: «دا داسي انځورونه دي چي موږ يې په هکله فکر نه ؤ کړ چي په يوه ديموکراتيکه ټولنه کي به يې شاهدان سو. موږ په يو دوي لاري کي واقع يو. نه يوازي پارلمان تر فشار لاندي دی، بلکي نور ديموکراتيک او د مدني ټولني سازمانونه هم تر فشار لاندي دي.»

سياسي او اقتصادي بحران

لاوسن نايدو د سويلي افريقا په اساسي قانون کي د پرمختګونو د شورا رئيس دی. هغه وايي چي د نېلسن مندېلا ګوند په دې نه دی توانېدلی چي اوسنی جمهور رئيس او د دغه ګوند مشر زوما و نظم ته راوبولي. د نکاندلا رُسوايي په ترڅ کي رابرسېره سوې وه چي ولسمشر زوما په دولتي پيسو باندي خپل شخصي کور ډېر لوکس کړی وو. حال دا چي په پام کي نيول سوې وه چي د دغه کور صرف امنيتي اړخ بهتره کړل سي.

لاوسن نايد وايي چي په سويلي افريقا کي زيات وخت حتی داسي کسان پر دولتي چوکيو پاته کيږي چي تر مخه يې د جرايمو په تور په زندان کي وخت تېر کړی وي. هغه وايي چي نه يوازي دا چي د سويلي افريقا سياسي وضعه د اندېښنې وړ ده، بلکي دغه هيواد په اقتصادي توګه د ډېوالي کېدو پر لور روان دی.

د نېلسن مندېلا تر مړيني يو کال وروسته د هغه هيواد د سياسي او اقتصادي بحران سره لاس او ګريوان دی. خو د سويلي افريقا ګڼ شمېر اوسېدونکي په دې باور دي چي د دوی هيواد به د دغه بحران څخه د وتلو له پاره هم يوه لاره پيدا کړي.