1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هالند د واکمن صدراعظم گوند په ټاکنو کې لومړی مقام گټلی

۱۳۹۵ اسفند ۲۵, چهارشنبه

د هالند د ټاکنو د حوزو له تړلو څخه لږ څه وروسته داسې ښکاري چې د واکمن صدراعظم، مارک روته گوند ټاکنې گټلې وي. د گیرت ویلدرز ښي اړخي افراطي گوند چې د مهاجرو او مسلمانانو مخالف دی، دوهم ځای لري، خو هیڅوک ورسره ائتلاف نه کوي

https://p.dw.com/p/2ZG3w
Niederlande Wahl | Mark Rutte, Premierminister
انځور: Getty Images/AFP/J. Lampen

له ټاکنو څخه مخکې پوښتنې ښيی چې د هالند د واکمن صدراعظم، مارک روته  د «دیموکراسې او آزادۍ لپاره گوند» تر ټولو نورو گوندونو مخکی دی او لومړی مقام یې خپل کړی دی.  د گیرت ویلدرز تر مشرۍ لاندې ښي اړخي عوام پال گوند د تیرو ټاکنو په پرتله یو څه رائې بایللې دي.

گیرت ویلدرز په ټاکنو کې د اسلام د منع کولو او د اروپا له اتحادېې څخه د وتلو لپاره شعارونه ورکول. په دنهاگ د خپلې رائی د اچولو په وخت ویلدرز وویل که چیری دا ځل په پارلمان کې پیاوړی گوند هم نه شی، بیاهم هغه ځان بریالی بولي.  د مهاجرو او اسلام په هکله بحثونو ته په کتو سره، ویلدرز وویل:« پر دې ټاکنو باندی مونږ خپل مهر لگولی دی. هر څوک زمونږ په هکله خبرې کوي.

صدراعظم مارک روته په دې ټاکنو کې د دریم ځل لپاره د حکومت کولو غږ کړی دی. د هغه «دیموکراسۍ او آزادی لپاره گوند» له ترکیې سره په دیپلوماتي شخړه کې بریالی شوو چې خپل رائی ورکونکی قانع کړی چې د هغه گوند کولای شي د هالند گټي خوندي وساتي.

عوام پال او ښي اړخی ویلدرز د هالند صدراعظم نه شی کیدای

د هالند د ټاکنو په لست کې چې ۱،۵ مترمربع ستروالی یې درلود، د ۲۸ گوندونو نومونه لیکل شوي ؤ. د  سیاسی گوندونو زیات شمیر ته په کتو سره هیڅ گوند په یواځیتوب حکومت نه شي کولای. د « ډي فولکسکرانت» په نامه ورځپانې د هالند دیموکراسۍ باندی د «بې شمیرو گوندونو او ډلو دیمکراسې» نوم ایښی دی.   د هالند رسنې وړاند وینه کوي چې لږ تر لږه د څلورو ډلو ائتلاف ته اړتیا شته چې وکړای شی اړین اکثریت  جوړ کړي او حکومت وکړای شي. په دی حکومت کې د گیرت ویلدرز عوام گوند په هیڅ صورت سره په حکومت کې گډون نه شي کولای، ځکه هیڅ گوند له هغه سره ائتلاف کولو ته چمتو نه دی، حتی لومړی مقام هم وگټي.

په هالند کې میشت افغان د ټاکنو په اړه څه وايي؟

د هالند تلویزوني خپرونې د رای اچولو د صندقونو په وړاندی د خلکو اوږده کتارونه ښکاره کوي.  وروسته له غرمې د یوې نظر پوښتنې له مخې داسې ښکاره شوه چې د ۲۰۱۲ کال د ټاکنو په پرتله زیاتو خلکو په ټاکنو گې برخه اخیستې ده چې شمیره یې تر ۸۱ سلنې پورې رسییږي. حال دا چې په ۲۰۱۲ کال کې د ۱۳ ملیونو رای ورکونکو یواځي ۷۴ سلنه خلکو برخه اخیستې وه.

د پارلمان د ۱۵۰ څوکیو لپاره ۲۸ گوندنو سیالي

د هالند پارلمان ۱۵۰ څوکې لري چې د هغو لپاره ۲۸ گوندونو له یو بله سره سخته سیالي وکړه.  د نظر پوښتونو له مخې کیدای شي چې ۱۴ گوندونه پارلمان ته لاره پیدا کړي. د اروپا په نورو هیوادونو کې د هالند  پارلماني ټاکنو ته په پوره تلوسې سره کتنه کوي. د عوام ویلدرز د بریالیتوب کچه د فرانسی او آلمان پر عوام پالو هم اغیزه کوي.  په  فرانسه کې د اپریل او مې په میاشت کې او په آلمان کې د سپتمبر په میاشت کې ټاکنې کیږي.