1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هالنډي پوځونو د وتلو په اړوند د افغانانو نظرونه

۱۳۸۹ مرداد ۱۱, دوشنبه

هالنډي عسکرو د افغانستان په مرکزی ولايت ارزگان کي د ايساف تر قومندې لاندي خپله پوځي دنده تر سره کوله. د ارزگان خلک د هالنډي عسکرو په هکله وايي چي هغوی د ولسي خلکو سره ښه چلند کوی.

https://p.dw.com/p/Oa4b
د افغانستان د پوځي دندې په هکله په هالنډي ولس کي گڼ شمېر شکونه رامنځ ته سوي ؤ
د افغانستان د پوځي دندې په هکله په هالنډي ولس کي گڼ شمېر شکونه رامنځ ته سوي ؤانځور: AP

د زمري د مياشتې په لسمه او د يکشنبې په ورځ له افغانستان څخه د هالنډ هيواد د ميشتو پوځونو د وتلو لړۍ پيل شوه. دهالنډ هيواد چې په افغانستان کې 1950 تنه سرتيري لري او نوموړي پوځيان د ارزګان په ولايت کې د امنيتي دندو په ترسره کولو بوخت وه په تيرو څلورو کلونو کې يې د دندو د ترسره کولو په مهال 24 تنه سرتيري وژل شوي او څه د پاسه يوسلو شل تنه سرتيري يې ټپيان شويدي. له افغانستان څخه د هالنډي پوځونو د وتلو په اړوند پرون په کابل کې د ايساف د ځواکونو وياند جنرال جوزف بلک وويل:


« دغه پريکړه د هالنډ د دولت لخوا تيرکال نيول شوې وه او د نوموړو ځواکونو وتل به د ارزګان ولايت په امنيتي حالاتو کومه اغيزه ونکړي ځکه په نوموړي ولايت کې د هالنډي ځواکونو پرځای امريکايي ، استراليايي او سلواکي ځواکونه ځای پرځای کيږي او له دې کبله کومه انديښنه نده موجوده.»


له افغانستان څخه د هالنډي پوځونو د وتلو په اړوند افغانان بيلابيل نظرونه لري د کابل ښار يو تن اوسيدونکی شيرمحمد ځاځی له افغانستان څخه د هالنډي پوځونو وتل له وخته د مخه ګڼي او وايي چې د نوموړي هيواد پوځونه د افغانستان د بيارغونې په بهير کې ښه ونډه درلوده.


د ښار د يو بل تن اوسيدونکی له افغانستان څخه نه يواځې د هالنډي پوځيانو وتل بلکې د ټولو بهرنيانو د وتلو غوښتنه کوي او وايي چې د ناټو د ځواکونو د شتون په صورت کې هم په افغانستان کې سوله او ټيکاو رامنځ ته نشوه نو دا به ښه وي چې بهرني ځواکونه د خپلو هيوادونو ته بيرته ستانه شي .

د کابل ښار اوسيدونکی مدثر خان وايي په داسې حال کې چې په هيواد کې د ناټو د غړو هيوادونو پوځونه شتون لري نو د هالنډي ځواکونو وتل به د امنيت په برخه کې کومه اغيزه ونکړي او مونږ په دې هکله کومه انديښنه نلرو.


د يادونې وړ ده چې له افغانستان څخه هالنډي پوځونه په داسې حال کې په وتلو پيل کړی چې د کاناډا دولت هم پرکړه کړيده چې د راتلونکي کال په پای کې به له افغانستان څخه د خپلو پوځونو په ايستلو پيل وکړي.


دا په داسې حال کې ده چې په کابل کې د ناټو د پوځونو وياند ويلي چې د هالنډي ځواکونو وتل به د ناټو د نورو غړو هيوادونو په پوځي ماموريت کومه منفي اغيزه ونکړي.


ليکونکی: انوربری پال

کتونکی: احمدولي اڅکزی