1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هالنډ سفیر ترکیې ته د تگ «اجازه نه لري»

۱۳۹۵ اسفند ۲۴, سه‌شنبه

د هالنډ په روتردام ښار کې د ترکي وزیرانو دوه انتخاباتي غونډو کې د ګډون او وينا د مخنيوي پر سر لانجه کې د ترکیې حکومت په کلکو ديپلوماتيکو اقداماتو لاس پورې کړې. ويل شوي چې د هالنډ سفير بيرته ترکیې ته نه شي ستنيدلای.

https://p.dw.com/p/2Z7kW
Türkei Ankara Abriegelung Botschaft der Niederlande
انځور: Getty Images/AFP/A. Altan

د ترکیې حکومت د دوشنبې په ماښام (د ۲۰۱۷م کال د مارچ ۱۳) د هالنډ له حکومت سره د لوړې کچې ځنډولي او د پلان شوو خبرو بهير يې درولې دی. په انقره کې د کابينې تر غونډې وروسته د ترکیې مرستيال لومړي وزير نعمان کورتولمش، وويل چې له هالنډ سره د «وزيرانو او په لوړه کچه» ټول پلان شوي ملاقاتونه تر هغه ځنډول کيږي، تر څو چې دغه هيواد خپلې ټولې کړنې جبران کړي نه وي.
  
د کورتولمش په حواله د وزیرانو غونډې پريکړه کړې چې د هالنډ سفير او نورو ديپلوماتانو ته یې ترکیې ته د داخليدو اجازه ور نه کړل شي. ده زياته کړه چې د هالنډ سفير کيز کورنيلس فون ريج، هغه وخت بيرته خپلې دندې ته ستنېدای شي چې «زموږ له خوا وړاندې شوي ټول شرايط» ومنل شي. د هالنډ سفير دمګړۍ په ترکيه کې نه دی. 

په دې منځ کې په داسې حال کې چې د ترکیې او اروپايي ټولنې ترمنځ ديپلوماتيکه لانجه د پراخيدو له خطر سره مخ ده،  ولسمشر رجب طيب اردوغان د آلمان پر صدر اعظمې انګلا ميرکل، د «ترهګرو د ملاتړ» تور لګولی دی. 

اردوغان په خپله يوه مرکه کې  د هغو ۴۵۰۰ شکمنو ترهګرو پر دوسيو د غبرګون د نه ښوولو په تړاو چې د انقرې له خوا آلمان ته ليږدول شوې وې، پر ميرکل تور ولګاو او ویې ويل: «ميرمن ميرکل، ولې تاسې په خپل هیواد کې ترهګر پټ کړي دي؟ ولې یې پر ضد څه نه کوې؟ » 
د آلمان د حکومت وياند شتيفن زايبرت، د دې په ځواب کې وويل چې پر ميرکل لګول شوي دا تورونه په بشپړه توگه بې معنی دي. ده زياته یې کړه: «ميرکل د پارونې په دې لوبه کې د برخه اخیستو هيڅ اراده نه لري.»

هالنډي چارواکي د بخښنې غوښتل ردوي

هالنډي چارواکو د تیرې اوونۍ په پای کې د ترکیې د بهرنيو چارو د وزیر مولود چاوش اوغلو، الوتکې ته د کيښناستو اجازه نه وه ورکړې او همدا راز یې د ترکیې د فامیلي چارو وزیره فاطمه باتول سايان کايا، هم بيرته آلمان ته استولې وه. دغه دواړو وزیرانو غوښتل په روتردام کې ترکانو ته په اساسي قانون کې د هغو اصلاحاتو د راوستو په تړاو وينا وکړي چې له مخې یې اردوغان خپل واک لا پسې پراخول غواړي. په هالنډ کې کابو ۴۰۰ زره ترکان اوسيږي. په اساسي قانون کې د اصلاحاتو راوستو په هلکه ټولپوښتنه د اپريل پر ۱۶ نيټه ترسره کيږي. 

ترکيه د هالنډ له خوا د بخښنې پر غوښتنه ټينګار کوي خو په دنهاک کې حکومت دا خبره نه مني او وايي چې اردوغان دې د هر څه له پاره چې ویلي يې دي، بخښنه وغواړي. اردوغان هالنډيان د نازي رژيم د «ميتودونو په کارولو» تورن کړي ول. د هالنډ لومړي وزیر مارک روته، بيا د اردوغان لفظي بريدونه «ليونتوب او غيرمناسب» بللي ول او په کلکه یې رد کړي ول.