1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هرات بالاحصار بيارغول کېږی

۱۳۸۸ فروردین ۱۲, چهارشنبه

افغانستان کي د امريکا متحده ايالاتوپه 7نيم سوه زره ډالره لګښت هرات کي د يوي لرغوني وداني د بيارغوني کارپيل شو.

https://p.dw.com/p/HO7W
انځور: DW / Sharafyar

دغه لرغوني وداني د سګندرمقدوني د ارګ په نوم سره هرات کي ياديږي. په جوړونه يي د هرات کلتوري ټولنوفعالين اوعام ښاريان خوشحاله دي.

هرات کي ښارکي د ارګ د وداني د بيارغوني کارکابل کي د امريکا متحده ايالاتود سفارت په مالي لګښت عملاپيل شوه. تمه شته چه د روان ميلادي کال په وږدوکي به يي کار بشپړ او د هرات د اطلاعاتو او کلتورريس نعمت الله سروري وايي په خپله تاريخي بڼه به ترميم شي.

سروري د خبروپه دوام وويل هرات کي اوس اوس د لرغون پوهانوڅيړنوسره سم څلور سوه لرغوني ځايونه پيژندل شوي. 3 سوه نورځايونه نوروباندي هم کارپوهان تحقيق کوي چه په دغه ډول دغه ولايت 7 سوه لرغوني ځايونه لري چه هريويي رغوني ته اړه لري هيله يي وکړه چه د امريکا متحده ايالاتوله خوابه نورهم ترميم شي.

کابل کي د امريکا د سفارت د عامه چارو سلاکاراسکات رالند چه د همدغي پروژي په مناست هرات ته راغلي وه وويل، هيواد يي د افغانستان بيارغوني ته ژمن ده او د نورو کارونو ترڅنګ د لرغونواثاروساتنه هم د دوي يوه موخه ده « د امريکا سفارت د لرغونو اثار د ترميم 3 پروژي پيل کړي. دا يي افغانستان کي ترټولو لويه پروژه ده. د طالبانو د حکومت ترسقوطه وروسته مونږهرکال دلته يوه د لرغونواثارو يا ودانيو د ترميم پروژي پلي کړي. د سفارت په مالي لګښت رغول کيږي د لرغونواثارورغول داسي يوشي ده چه فرهنګونه، وګړې او دوه ملته سره يوځاي کوي»

د هرات ارګ د ښار زړه کي د تاريخي رواياتوپه بنا د اسلام له ظهورنه پخوا ودان شوي دغه کلا د ومره اوچته ده چه د ښارله هري د روازي يي برجونه سړي ته ښکاري. که

دغه کلا دلته د سکندرارګ د اختيارالدين قلعه بالاحصار په بيلابيلونومونومشهوره ده. د تاريخ بيلابيلوپړاونوکي د وخت حاکامانو د يوه نظامي حصارپه ډول کارولي. دملکي حمام، د جنګي اسونوتبيلي، وسله کوټ اود شاهي خزاني پاته شوني يي د تاريخي قدامت ښکاره بيلګي دي. چارچاپير د مدافعي خندق اوسخت برجونه سړي ته ښيي چه ډيري لشکرکشي او د ښارد مدافعي ډيري جګړي به د تاريخ په اوږدوکي په تيري شوي وي. د دغي قلعه په اړوند به دهرات يوه لرغون پوه ولي شاه بهره نه داسی وايی:

د هرات ارګ تيرودري لسيزه جګړوکي ترټولوزيات زيانمن شو او اوس چه بيا رغول کيږي، ګڼه ښاريان يي په رغونه خوښ دي.

شريف شرفيار

کتونکي: يحيي وردک