1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هرات د مسلخ کمپ کډوال د لوږي شکايت کوي

۱۳۸۹ دی ۲۷, دوشنبه

د هرات ولايت د کډوالو د چارو رياست مامورین وايي چي د کورنيو کډوالو سره د مرستي توان نه لري، خو د هغه ولايت وياند بيا وايي چي په کافي اندازه مرستي لري ولي تر اوسه پوري چا مراجعه نه ده ورته کړې

https://p.dw.com/p/QsoR
په افغانستان کي د ټوپکمارو زور زياتي او طبيعي پيښو په کوردننه کي خلک له يوې سيمي نه بلي ته په کوچ مجبوره کړه
په افغانستان کي د ټوپکمارو زور زياتي او طبيعي پيښو په کوردننه کي خلک له يوې سيمي نه بلي ته په کوچ مجبوره کړهانځور: AP

د هرات په شمال لوديز لس کيلومتري کي په مسلخ مهاجرکمپ کي د افغانستان د بيلابيلو شمالي ولاياتو څخه د خپلمنځي جګړو، طبيعي عفتونو او نورو بيلابيلو دلايلو په وجه نږدي ٤ نيم زره کورنۍ ميشت دي.

په دغه کمپ کي ډيري کورنۍ لا هم په کوډلو کي ژند تيروي. دوی د ژندانه د هغو لومړنيو امکاناتو څخه محروم دي چي د يوه انسان لپاره اړين ياديږي.

د کډوالوپه دغه پنډغالي کي د ځوانانو لپاره د سالم مصروفيت زمينه نه ده برابره د ښوني او روغيتايي خدمتونو د کمښت څخه په پر شکايتونو سربيره کډوال د ژمنيو مرستو غوښتنه کوي.

په هرات کي د کډوالو د چارو مامورين په دغه سيمه کي د ستونزو په تايد وايي دوی په خپل واک کي کومکي مواد نه لري.

د هغوی په خبره نړيوالو موسيسو په دا وروستيو کي د هرات کډوالو ته ځانکړې مرسته نه ده کړې. د دغي اداري د اړوندو چارو يوه ماور حميدالله خطيبي پر مسلخ سربيره د شيدايي او منارونو مهاجرکپونو په نوم کمپونو وړ کومک نه دی سوی.

په افغانستان کي د ٣ لسيزو جګړو دوام ، د ټوپکمارو زور زياتي او طبيعي پيښو په کوردننه هم ګڼه خلک له يوې سيمي نه بلي ته په کوچ مجبورکړه، چي له دې منځه د هرات د کډوالو چارو اداره هلته د نږدې ١٣ زره کورنيو د ميشتيدني خبرورکوي.

په دغه کمپ کي د هيڅ مصروفيت زمينه نه ده برابره
په دغه کمپ کي د هيڅ مصروفيت زمينه نه ده برابرهانځور: AP

٣١کلن عبدالله چي تازه د بادغيس ولايت څخه هرات ته له کورني سره په کډه تللی دويچه ويله راډيو ته يي وويل، چي په سيمه کي يې جګړه ول او د دواړو خواوو طالب او حکومتي ځواکونو بد سلوک مهاجرت ته اړ ايستی.

د هرات د کډوالو هر يوه چي د دويچه ويله المان ږغ راډيو سره خبري کولې د ژمي له سړې څپې څخه په شکايت يې د تودو جامو او خوراکي توکو د مرستي هيله لرله.

د هرات ولايت د کډوالو چارو رياست وايي چي د کډوالو د پاره کافي مرستي نه لري خو د هغه ولايت وياند شفيق بهروزيان بيا وايي چي کافي مواد لري تر څو د کډوالو سره مرستي وکړي. خو تر اوسه پوري چا مراجعه نه ده ورته کړې.

د يادوني وړ ده چي پر مسلخ سربيره د هرات مرکز منارونو او ختيځ شيدايي کي د کورنيو کډوالو مېني وداني دي چي ډيری يې د ويالو اوبه کاروي او هر وخت يې ماشومان د نس ناستي په ناروغيو اخته وي.

شرفيار/ هرات

کتونکی: نجيب الله زيارمل