1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هرات په شینډنډ کې چاودنې پنځه تنه وژلي

عتيق الله مطمئن۱۳۹۵ مرداد ۲۱, پنجشنبه

د هرات ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې د پنجشنبې په ورځ د ماین یوې چاودنې پنځه تنه وژلي او نهه تنه نور یې ټپیان کړي دي. له بلې خوا طالب جنګیالیو په دې ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو پر څو پوستو باندې بریدونه کړي.

https://p.dw.com/p/1Jfwl
Afghanistan Straßensperre und Fahrzeugkontrolle nach Entführung von Touristen
انځور: Getty Images/AFP/A. Karimi

سیمه ییز چارواکي وایي چې دغه چاودنه د غرمې په شاوخواه کې د ملي اردو یوې پوستې ته نیږدې شوې چې په وژل شوو کې د ملی اردو سرتیري او ملکيان شامل دي.

د هرات ولایت ویاند جیلاني فرهاد، دویچه ویله ته وویل: «په دې چاودنه کې ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې پنځه تنه وژل شوي او نهه تنه نور ټپيان دي.»

دغه سیمه ییز چارواکي زیاته کړې ده چې د مرګ ژوبلې کچه تر دې هم لوړیدای شي ځکه په خبره یې چاودنه ډیره پیاوړې وه. فرهاد د یو شمیر ټپي شویو روغتیایي وضعیت د اندیښنې وړ ښوولی دی.

فرهاد وویل: «چاودېدونکي توکي په یوه زرنج موټرسایکل کې ځای پرځای شوي وو او کله چې د ملي اردو ځواکونو غوښتل هغه شنډ کړي د سړک پر غاړه په بله سیمه کې ځای پر ځای شویو چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړل شوه.»

په لویدیځ کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو ویاند نجیب الله نجیبي، دویچه ویله ته وویل چې په دې چاودنه کې د ملي اردو دوه سرتېري وژل شوي او درې تنه نور ټپیان دي.

خو د هرات د امنیه قومندانۍ مطبوعاتي مسؤولین بیا د ملي اردو د وژل شویو سرتیر شمیر دوه تنه ښيي او وایي چې شپږ تنه نور ټپیان شوې. دغه چارواکي زیاتوي چې چاودنې دوه ملکيان وژلي او څلور تنه نور یې ټپيان کړي دي.

د طالبانو د بیلابیلو ډلو تر منځ نښتې

له بلې خوا له څو ورځو راهیسې د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې د طالبانو د دو ډلو ملا هیبت الله اخندزاده او ملا عبدالرسول جنګیالي یو له بل سره په سخته جګړه بوخت دي. دواړو ډلو ته د مرګ ژوبلې اوښتو رپوټونه هم ورکړل شوي دي.

د هرات د ولایتي شورا د تیرې دورې مشر او د شینډنډ یو تن قومي مخور تور محمد ظریفي، دویچه ویله ته وویل: «چې له ډیرې مودې راهیسې په شینډنډ کې هره ورځ سختي نښتي رامنځ ته کیږې. طالبان د خلګو په کورنو کې ځاې پر ځاې شوي او حکومت هم پرې بریدونه کوي.»

ظریفي ټینګار کوي چې که حکومت د شینډنډ ولسوالۍ وضعیت ته پام و نه کړي نو حالت به تر دې هم خراب شي.

تر دې څو ورځې مخکې وسله والو په هرات کې دوه تنه قومي مشران ووژل. د هغوی په ډله کې د شینډنډ د لوې جامع جومات مشر مولوې محمد هاشم، هم شامل وو چې د مازدیګر تر لمانځه وروسته د بازار پر عمومی سړک وویشتل شو. تر دې پیښې نیم ساعت مخکې بیا حاجی شیرین خان علیزې، هم د نامعلومو وسله والو له خوا وژل شوی وو.

د هرات د ولایتي شورا د امنیتی کمیټي مشر ډاکتر مهدی حدید، پر حکومت غږ کړی چې د شینډنډ امنیت ساتلو له پاره ځانګړي پلانونه ونیسي: «د شینډنډ ولسوالۍ د امنیت خرابوالې د هرات د امنیت د خرابیدو په معنا ده.»

پر امنیتي ځواکونو باندې بریدونه

د هرات د چشت شریف ولسوالۍ پر لویه لار د پنجشنبې ورځې په سهار هم وسله والو طالبانو د افغان ځواکونو او د بریښنا ریاست د مسوولینو پر موټر بریدونه وکړ. عیني شاهدانو ویلي دي چې د یادې نښتي له امله یو شمیر موتر سوځول شوي او په ورته وخت کې طالبانو د کهسان ولسوالۍ اجراییه مدیر هم تښتولی دی.

طالبانو په وروستیو وختونو کې پر افغان ځواکونو باندې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی. له څو ورځو راهیسې په هلمند ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ سخته جګړه روانه ده چې له کبله یې ډیر شمیر ځايي اوسیدونکي د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي دي.

له بلې خوا بیا د فراه ولایت په دوو ولسوالیو کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو تر منځ د نښتو رپوټونه ورکړل شوي دي.

نور مطالب:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل