1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هرات په گذرې او انجيل ولسواليو کي څو پروژې بشپړي سوې

۱۳۸۹ خرداد ۱۰, دوشنبه

په دې پروژو کي، چي 13 کيلومتره سړک، پلونه، د اوبو سيسټم، يو ښوونځی او ددوو کلتوري ټولنو دپاره ودانې شاملي دي لګښت يي 48 مليونه افغاني ياد سوی دی...

https://p.dw.com/p/NdgC
د هرات ښار يو انځور
د هرات ښار يو انځورانځور: flickr.com / Herat

پروژې د هرات په ګذرې او انجيل ولسواليوکي تر 6 مياشتيو کار وروسته بشپړي سوي دي.

په هرات کي د ملي پيوستون د پروگرام د لاري1146 محلي شوراگاني تاسيس سوي. د پروګرام له پيله د 2565 پروژو وړانديز سوی،چي2128 يې تراوسه بشپړي او425 يې تر کار لاندي دي.

ددې پروژو په تدبيقېدو سره نه يوازي داچي، زرګونه وګړوګټه ځني اخيستې، بلکي ډيرو وزګاروخلکوته د يې د کار موندني زمينه هم برابره کړې ده او د هيواد د اقتصادي پرمخ تګ سبب ګرځېدلي دي.

دملي پيوستون پرګرام دولسي خلکوپه انتخاب او10 فيصده مالي ونډي سره په افغانستان کي د نړيواله ټولني د بيارغوني يو ترټولو ګټورپروګرام ياد سوی.

دغه پروگرام تقريباً په ټول افغانستان کي روان دی. خو په ځينو نا امنه ولاياتو کي يې ځني وختونه کارونه د ځند سره مخامخ يي.

د اړونده چاروکارپوهان ورته پروګرامونه د هيواد د بيارغوني اوسولي په پرمختګ کي اړين بولي او هيله لري چي ددولت ټولي عام ګټي پروژې دملي پيوستون څخه په زده کړي د عامه وګړوسره په مشوره پر مخ لاړي سي.

شريف شرفيار/ هرات

کتونکی. زيارمل