1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هسپانيې بیکارو خلکو ستر احتجاج پېل کړی دئ

۱۳۹۱ مرداد ۱, یکشنبه
https://p.dw.com/p/15d4t

د هسپانيې هيواد د بیلا بيلو برخو څخه پېل سوي احتجاجي لاريونونه په پلازمېنه مادريد کي سره يو ځای سوي دي. دغه احتجاجونه د حکومت د سپما د پاليسۍ پر ضد تر سره کيږي. يو شمېر احتجاج کوونکو چي زیاتره يې بې روزگاره دي، مادريد ته د رسېدو لپاره ئې پر ځان اوږد پیاده مزل منلی دئ. هسپانيه چي د يورو پول واحد غړی هيواد دئ پکښي تقريبا هر څلورم کس بې روزگاره دئ. په زياته بيا په ځوانانو کي بې روزگاري ډیره زياته ده. دا په داسي حال کي ده چي د جمعې په ورځ د يورو ډلې د هسپانيې له مالي بحران سره مخامخ بانکونو ته د سلو ملياردو يورو مرستي منلي وې. د دغو مرستو په بدل کي د هسپانيې حکومت د لا زياتي سپما ژمني کړي دي.