1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هسپانیې د کاتلونیا پر جدايي غوښتونکو فشار ډیریږي

۱۳۹۶ شهریور ۱۹, یکشنبه

د کاتلونیا پر محلي سیاستوالو باندې د مرکزي حکومت له لوري فشارونه ډیریږي. ګڼ شمیر ښاروالان اوس نه غواړي چې د دې سیمې د خپلواکۍ د ټولپوښتنې له پاره د رائیې مرکزونه د دوی په اختیار کې ورکړي.

https://p.dw.com/p/2jfgO
Spanien - Unabhängigkeitsreferendum für Katalonien
انځور: Getty Images/AFP/P. Barrena

د کاتلونیا د جدايي په هکله تر دې پلان شوې ریفرانډم درې اونۍ وړاندې اوس ګڼ شمیر ښاروالانو اعلان کړی چې ددغي ټولپوښتنې له پاره به هیڅ راز د رایې مرکز د دوی په اختیار کې ورنکړي.

په دې ترتیب سره نو دوی د مادرید د مرکزي حکومت فشارونو ته ځانونه تسلیم کړل او دغه پریکړه یې وکړه. په ورته وخت کې ځینو هسپانوي ورځپاڼو رپوټ ورکړی چې د بارسلونا سربیره شپږ نورو سترو ښارونو د اساسي قانون د محکمې هغې غوښتنې ته چې د جدايي غوښتونکو ټولپوښتنې دې منع وګرځول شي، یادو لویو ښارونو د محکمې دې غوښتنې ته مثبت ځواب ویلی دی.

د چهارشنبې په ورځ د کارلس پوجدموند په مشرۍ د کاتلونیا سیمه ایز حکومت د کاتلونیا د جدايي له پاره یو جنجالي نوی قانون تصویب کړ. تر دې تصویب یوازې څو ساعتونه وروسته، د هسپانیې د اساسي قانون محکمې دغه نوی تصویب شوی قانون لغو اعلان کړ.

د لریدا ایالت ښاروال انګل روس چې یو سوسیالیت سیاستوالی دی په دې هکله وویل چې دغه راز یوه ټولپوښتنه له «قانوني چوکاټ» څخه بهر یو فعالیت دی. په عین وخت کې د بارسلونا  ښاروال ادو کولاو په دې هکله د یوه جوړجاړي یا مصلحت غوښتنه کړې. نوموړي د دې هیواد له لومړي وزیر راخوی وغوښتل چې د «دې سیاسي جنجال» له پاره یوه سیاسي حل لار وړاندې کړي.

سربیره پر دې نومړي د کاتلونیا ښاریانو ته وړاندیز وکړ چې خپل هدف دې له ملاحظې او بیا کتنې پرته پرمخ نه وړي او په دې مورد کې دې د «کاتلونیا نیم ښاریان» له پامه نه غورځوي.

هغو ښارونو چې د ټولپوښتنې په هکله یې منفي عکس العمل ښوولی د نیم میلیونکاتلونیايانو شاوخوا یو پر دریمه برخه یې پکې ژوند کوي.

دغې ورځپاڼې همدا راز لیکلي چې د دې ښارونو ښاروالانو د مرکزي حکومت له لوري له دندو څخه د دوی د لیرې کولو له ویرې د مرکزي حکومت دغې غوښتنې ته مثبت ځواب ویلی او ورته تسلیم شوي دي. مرکزي حکومت دغو ښاروالانو ته خبرداری ورکړی چې د مرکزي حکومت له غوښتنې څخه سرغړونه به جزايي تهدید له ځانه سره ولري.

د هسپانیا لومړي وزیر ماریانو راخوی په دې هکله په ښکاره توګه ویلي چې «زه به له هیڅ داسې اقدام څخه چې د دې ناقانونه ټولپوښتنې مخه ونیسې، صرف نظر ونکړم.»

بل لوري ته بیا د کاتلونیا ټولو ۹۴۷ ښاروالانو له مرکزي حکومت څخه داسې لیکونه ترلاسه کړي چې پکې دوی ته ویل شوي چې تاسې اجازه نه لرئ چې په فعاله توګه په دې رایه اچونه کې برخه واخلئ، په بل صورت کې نو کیدای شې له جزايي عواقبو سره مخ شئ.

د جزايي تدابیرو په جمله کې د کاتلونیا د جدايي د ټولپوښتنې له پاره د ښاروالانو له خوا دوی ته د رایې اچوونې د مرکزونو له پاره د ښوونځیو او رسمي دفترونو ورکول شامل دي.

د مادرید له لوري پر فشارونو سربیره د راتلونکې اکتوبر میاشتې په لومړیو کې د دې ټولپوښتنې د ترسره کولو له پاره چمتوالی هم روان دی. په دې ترڅ کې له ټولو ۹۵۰ سیمو څخه ۶۰۰ سیمو یې په دې ټولپوښتنه کې د چمتوالي په هکله خبر ورکړی دی.

د نظرپوښتنو په حواله، د کاتلونیا د خپلواکۍ د پلویانو فیصدي اوسمهال ۴۱ فیصده ده چې د خلکو په منځ کې یو لوی اکثریت نه رامنځ ته کوي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (29.04.2015):