1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هسپانیې له لارې اروپا ته د رسیدونکو مهاجرو شمیر لوړ شوی

۱۳۹۶ مرداد ۳۱, سه‌شنبه

که له یوې خوا په دې وروستیو څو میاشتو کې د مدیترانې له لارې ایټالیا ته د ورتلونکو مهاجرو شمیر کم شوی، له بلې خوا هسپانیې ته د رسیدونکو مهاجرو شمیر بیا د پخوا په پرتله لوړ شوی دی.

https://p.dw.com/p/2icoN
د مراکش له لارې هسپانیې ته د رسیدونکو مهاجرو په شمیر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
د مراکش له لارې هسپانیې ته د رسیدونکو مهاجرو په شمیر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.انځور: picture-alliance/dpa/C.Moya

د روان میلادي کال په جولای او اګست میاشتو کې د هغو مهاجرو شمیر زیات شوی چې د هسپانیې ساحلونو ته یې مخه کړې، په داسې حال کې چې ایټالیا ته بیا د را رسیدونکو مهاجرو شمیر کم شوی دی.

د چارواکو په حواله له دې څخه داسې معلومیږي چې اوس اروپا ته د رسیدو له پاره له هسپانیې څخه د یوې متبادلې لارې په توګه استفادې کولو ته، د مهاجرو میلان زیات شوی دی.

تیره اونۍ د دوو ورځو په جریان کې د هسپانیې د Maritime Rescue Services  سمندري ژغورونکې عملې ۹۲۰ تنه مهاجر د مدیترانې له لارې مراکش او له هغه ځایه د هسپانیې پر لور د سفر پر مهال ژغورلي دي. دغه کسان په کښتیو کې د مدیترانې سمندر له موجونو سره خپل زو آزمویه.

Überfahrt Mittelmeer Zustände an Bord der Schiffe Überfüllung Flash-Galerie
انځور: picture-alliance/dpa

په يوې خپرې شوې ویډیو کې لیدل کیږي چې د مهاجرو لیږدونکې دغه کښتۍ له ربړ څخه جوړې شوې او دغه کسان چې اکثره یې د افریقايي هیوادونو اوسیدونکي ول د هسپانیې کاډیز سیمې ته نږدې په یو ساحل کې له کښتیو څخه ښکته کیږي.

د پخوا په پرتله په روان کال کې هسپانیې ته د رسیدونکو مهاجرو شمیر لوړ شوی دی. چارواکي وایې چې د ۲۰۱۷م کال یوازې په جولای میاشت کې ۲۶ سوه مهاجر هسپانیې ته رسیدلي او په دې سره دا شمیر د تیر کال د همدې میاشتې په پرتله څلور برابره زیات دی.

په عین وخت کې د روان کال په اتو میاشتو کې هسپانیې ته د تیر کال د ۱۲ میاشتو په موده کې د رسیدونکو مهاجرو په پرتله زیات مهاجر رسیدلي دي. د کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو کمیسارۍ یا UNHCR په حواله سږ کال ۹۷۳۸ تنه مهاجر دغه هیواد ته رسیدلي دي.

ویل شوي چې ډیری دغه د مهاجر د جبل الطارق ابنا له لارې د هسپانیې خاورې ته رسیدلي دي، ځکه دغه سیمه د مراکش له ساحلونو څخه د ډیرې لږې سمندري ساحې په وسیله جلا شوې.

په یوه برخه کې د هسپانیې او مراکش تر منځ دغه سمندري ساحه یوازې ۱۴ کیلومتره واټن لري او یو شمیر مهاجر د پیډل وهونکو کښتیو په وسیله هم د دې فاصلې د وهلو په تکل وزي.

چارواکي وایې چې په دې سیمه کې انساني قاچاقبران د سوداګریزو بیړیو په وسیله هم مهاجر له مراکش څخه هسپانیې ته لیږدوي، چې د دغه لس دقیقه یې سفر له پاره دوی له مهاجرو څخه څو زره یورو پيسې ترلاسه کوي.